Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اندونیزیا له افغانستان سره د ۱۰ مېلیون دوزه پولیو واکسین مرسته وکړه

د عامې روغتیا وزارت وايي چې اندونیزیا له افغانستان سره د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ د لس مېلیون ډوزه واکسین مرسته کړې ده.

د افغانستان لپاره د اندونیزیا سفیر بودي رحمت سوریا اسپټرا په پروګرام کې چې په عامې روغتیا وزارت کې جوړ شوی و، دغه راز د هېواد په بېلابېلو برخو کې له خپل ملاتړه ډاډ ورکوي.
د عامې روغتیا وزارت هم له افغانستان سره د یاد هیواد مرستې ستايي.

د افغانستان لپاره د اندونیزیا سفیر په دې هکله څرګندوي:«موږ پخوا هم له خپلو همکارانو سره د پولیو د له منځه وړلو په اړه خبرې کړې دي. په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو په اړه مو د امارت جديت هم احساس کړی دی. په افغانستان کې د پولیو موضوع لکه څنګه چې مخکې یې یادونه وشوه، د سیمې په هېوادونو  په ځانګړې توګه زموږ په ورور هېواد پاکستان پورې اړه لري. ما د افغانستان د روغتیا برخې له چارواکو سره د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د پراختیا د اړتیا په اړه خبرې کړې دي او ان‌شاالله دا موضوع به د خپل هېواد د روغتیا له برخې سره هم شریکه کړم.»

بل پلو، د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد وايي چې دغه وزارت نه یوازې د پولیو ضد واکسین په برخه کې بلکې د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د ملاتړ په برخه کې هم د نړۍوالو بنسټونو همکارۍ ته اړتیا لري.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست زیاته کړه:«هغه ماشومان چې تېر کال د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوي ټول یې هغه ماشومان دي چې پخوا له خوارځواکۍ ځورېدل او روغتیا یې وضعیت یې کمزوری و. له همدې امله ما د امکان تر بریده هڅه کړې چې څنګه کولای شم نړۍوالې کمېټې او مرستندوی بنسټونه قانع کړم چې نه یوازې د واکسیناسیون د پروګرام له لارې زموږ ملاتړ وکړي ، بلکه د لومړنیو روغتیایی خدماتو د ښه کولو لپاره د نړۍوالو شریکانواو د دوی ملاتړ ته اړتیا لرو.»

ډاکټر مجتبی صوفي خلکو ته د پوهاوي د ورکړې د اهمیت په اړه وویل:«تبلیغاتي پیغامونه د پولیو واکسین له تطبیق څخه مهم دي. که‌چېرې دغه پروګرام بریالی و، موږ په تېرو شلو کلونو کې کولای شوی چې د پولیو جرړې وچې کړو؛ خو له بده مرغه اوس هم په افغانستان کې د پولیو پېښې شتون لري او دا د دې ښودنه کوي چې موږ د خلکو د پوهاوي پر برخې ډېر کار وکړو.»

د هند ملي ورځپاڼې هم د بېل او میلندا ګیټس بنسټ د ماشومانو د ګوزڼ برخې د ټیکنالوژۍ، څېړنې او شننې د څانګې د مرستیال خبره راخیستې او لیکلي یې دي چې افغانستان او پاکستان یوازیني هغه هېوادونه دي چې ګوزڼ ناروغۍ په‌کې له منځه نه‌ده تللې. دغې ورځپاڼې د پوليو د کارپوهانو له خولې ليکلي، چې د پوليو وېروس له لسو ډولونو يوازې دوه يې د دغو دوو هېوادونو په لرو پرتو سيمو کې پاتې دي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد وايي چې دغه وزارت نه یوازې د پولیو ضد واکسین په برخه کې بلکې د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د ملاتړ په برخه کې هم د نړۍوالو بنسټونو همکارۍ ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه