Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د روغتیا وزارت: ۲۰۲۴ کې څه باندې زر تنو د تنفسي ناروغیو له امله ژوند بایللی

د روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې د روان زیږدیز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په هېواد کې څه باندې زر کسان د تنفسي ناروغیو له امله ژوند بایللی دی.

د مړینې د شمېرو سربېره، څه باندې ۵۰۰ زره نور کسان په تنفسي ناروغیو اخته شوي چې څه باندې ۳۰۰ زره یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«د ۱۱ سوو په شاوخوا کې موږ سږکال مړینه لرو، د تېر کال پرتله د سل په شاوخوا کې زیاته ده؛ خو دا هم داسې معنا نه‌لري چې موږ سره واقعیات زیات شوي، البته په ځینو ځایونو کې زموږ سایټونه زیات شوي او ارقام په سیمه توګه راټول شوي دي.»

ورته مهال ډاکټران هم وايي، د موسم له بدلون سره د دوی د ناروغانو په شمېر کې زیاتوالی راځي.

د ماشومان د روغتیا د اندرا ګاني روغتون د داخلې څانګې مسوول محمد عارف حسن‌زی وايي:«موږ په یوه بستر دوه تر درې ناروغان لرل.»

فاطمې خپله ۸ میاشتنۍ لور چې پر سینه و بغل ناروغۍ اخته شوې روغتون ته راوړې ده وايي:«سینه‌و بغل شوه، دوا مو واخسیته، اته پیچکارۍ مو واخیستې او په کور کې مو تزریق کړې، ښه نه‌شوه وروسته مو روغتون ته راوسته.»

د یوه بل ناروغ ماشوم مور هاجره هم څرګندوي:«کله چې مو ډاکټر ته بوت، وې ویل چې باید بستر شي، موږ نه‌شو کولای او زموږ درمل ورته ګټه نه‌کوي.»

د عامې روغتیا وزارت په وینا، په ۲۰۲۳ کال کې په ټول هېواد کې نږدې ۵ زره کسان پر تنفسي ناروغیو اخته شوي وو او له دې منځه بیا ۱۱۶۲ ناروغان مړه شوي وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه