Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خوست کې د سرطان ناروغۍ د درملنې روغتون جوړيږي

د سرطاني ناروغيو د درملنې روغتون د خوست مرکز ختيځ کې پر سل جریبه ځمکه د يوه سوداګر په شخصي لګښت او د کورنيو چارو وزارت سرپرست په لارښوونه جوړیږي.

خو پر سرطان اخته دا ناروغان چې خوست کې په يو خصوصي روغتون کې تر درملنې لاندې دي، د کورنيو غړي يې، درملنې ته اندېښمن دي.

ناروغ لرونکي رحيم شاه طلوع نیوز ته و ویل؛ «موږ چې کله پاکستان ته خپل ناروغان لېږدوو اول خو د تګ اسانتيا او لار نه برابریږي چې لار برابره شي بيا ډير لګښت کيږي چې خلک يې توان نه لري او د خپل ناروغ درملنه وکړي.»

يو بل ناروغ لرونکي شير ادم وويل« اوس ډيره مشکل ده طورخم او نورې لارې بندې دي خپل ناروغ کله کابل ته يوسو او بېرته يې خوست راوړو دلته هغه درمل نشته چې ناروغ ورته اړتيا لري.»

ډاکټران وايي د سرطان ناروغان اوږدمهاله درملنې او څارنې ته اړتيا لري چې دا روغتون به ورته خورا ګټور تمام شي.

خوست کې يو ډاکټر محمد نور ځدراڼ و ویل: « په هند او پاکستان کې د کنسر [سرطان] ناروغان چې تر درملنې لاندې وي دغه ناروغان درې څلور کلونو درملنې ته اړتيا لري او هلته باید په میاشتو، مياشتو بستر شو خو د اقتصادي ستونزو له امله دوی هلته مياشت يا شل ورځې تېرې کړي او بېرته هېواد راځي.»

خوست ميشتي د دغه روغتون جوړېدو ته خوښ دي، خو غوښتنه لري چې د چارو پر پيل يې بايد بيړه وشي.

د دوی په خبره ډېری خلک د خپلو ناروغانو د درملنې وس نه لري.

تصور خان وويل «موږ د خوست خلک ډير ورته خوشاله او لېواله يو دلته د کنسر شفاخانې ته ډېره اړتيا ده او ځمکه هم ورته ځانګړې شوې ده.»

عزيز پسرلی وایي: « تر اوسه پورې يې کارونه پيل شوي نه دي او په ټپه ولاړ دي، يوه اواوه خپره شوې ده او هيله من يو چي عملي يې کارونه پيل شي.»

د خوست مرستیال والي بیا وايي، د څو لسیزو پر مهال هېواد کې د کيمياوي وسلو پر استعمال سره د سرطاني ناروغيو شمېر زيات شوی دی.

د محبوب شاه قانت په خبره د دغه روغتون اداري چارې وروستۍ شوې او نږدې راتلونکي کې به يې عملي کار پيل شي چې په بشپړېدو سره به يې نه يوازې د خوست بلکې، د څېرمه ولایتونو ناروغانو ته هم د درملنې آسانتیاوې برابرې شي.

محبوب شاه قانت وويل: « بدبختانه چې ځينې وخت زموږ ناروغان له ډيرو ستونزو سره مخ کيږي د دوی د ستونزو د حل په موخه د کورنيو چارو سرپرست وزیر دا هڅه وکړه چې دلته د افغانستان په کچه يو روغتون جوړ کړي.»

خوست کې د ناروغانو د لېږد کميسيون سره پر سرطان اخته ۱۴ زره ناروغان ثبت شوي، چې د غلام خان بندر له لارې پاکستان ته د تګ شېبې شماري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه