د کندز ځای چارواکي وايي چې د کندز په خان آباد ولسوالۍ کې د دوشنبې پر ماښام ۸۰ کلي د طالبانو لاسته ورغلل.
د کندز د ولایتي شورا محمد یوسف ایوبي د دغې خبرې په تایید سره وايي چې طالبانو دوه شپې وړاندې پر دغو سیمو برید وکړ او له ولسي خوځښتونو ځواکونو سره ونښتل او دغه کلي د دوشنبې پر شپه د طالبانو له خوا نیول شوي دي.
هغه زیاته کړه چې په دغو نښتو کې د ولسي خوځښتونو ځواکونو څخه ۱۴ تنه مړه او ټپیان شوي دي.|
ایوبي زیاته کړه چې په سلګونه کورنۍ د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
امنیتي ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې ترهګرو د هېواد په شمال کې خپلو ترهګریزو فعالیتونو ته زور ورکړی دی او همدارنګه ترهګرو د دغو ولایتونو ډېری سیمې نیولې دي.
په دې اړه مو اندونه