Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په ننګرهار کې د ویساک د ۳۱۸ مذهبي جشن لمانځل

د دغه ولایت هندو او سک اوسېدونکي وايي دا جشن له در‎ې سوه و اتلسو کلونو راهیسې لمانځل کېږي او سږ کال له ناامنو سره سره یې بیا هم دا جشن ولمانځه.

اخوا د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکو په دې مراسمو کې په ګډون سره د هېواد له هندو او سک اوسېدونکو سره خپل یووالي یې څرګند کړ.

دا د سکانو د مذهبي جشن ۳۱۸ مه کلیزه ده، د سکهانو دا مذهبي او د خوښۍ ورځ ننګرهار مېشتي سکان هر کال په سره رود ولسوالۍ کې نمانځي.

دا ډله خلک خپل مذهبي کتاب ته د درناوي لپاره موسېقي غږوي، نور ورسره ترنم غبرګوي او د ځانګړي ځای پر لور ځي.

د مراسمو دا ځای یوه چینه ده، سکان دې چینې ته په ارزښت ګوري او د ډېرو ناروغیو درمل یې ګڼي.

د ننګرهار سک اوسېدونکي په دې اړه وویل:"په دې ورځ خوشحالي کوو؛نوې جامعې اغوندو؛د اختر په لومړۍ ورځ دغې چینې ته راځو او دغه ورځ لمانځو؛دویمه ورځ په درمسال کې له مېلمنو سره لمانځو او درېیمه ورځ په درمسال کې ختم او خیراتونه کوو".

روانې نا آمنۍ هم په ننګرهار کې د سکانو اندېښنې ډېر کړي دي او سږ کال په کمه کچه کورنۍ په ننګرهار کې خپله دا مذهبي ورځ لمانځي چې د لوی اختر نوم هم ورکوي.

په ننګرهار کې د سکانو ویاند ډاکټر ارمېت سنګه څرګنده کړه: "څرګنده نه ده چې(ترهګر)په کومو جامو کې راځي؛زموږ وررونه،افغانان،بالاخره هېڅوک او هېڅ شی خوندي نه پرېږدي".

د سکانو کوچنیان بیا په دې خوښۍ کې رنګ رنګ خواړه خوري او نوې جامې هم اغوندي.

عامو ننګرهاریانو هم د ویساک مراسم له سکانو سره په ګډه ونمانځل او په دې ولایت کې یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

د قوم مشر اکرام زیاته کړه: "تاسو په دغه هېواد کې د دغه هېواد قانون او مقرات منلي دي؛له څلوېښت کلونو راهیسې زه په دغه هېواد کې ستاسو د اختر د لمانځلو شاهد یم".

د قوم بل مشر بارکزي هم وویل: "د سره رود قومونه او مشران ستاسو په چوپړ کې دي.موږ چمتو یوو چې له تاسو سره هر ډول مرسته وکړو.موږ تاسو له هر ډول تعرض څخه خوندي ساتو او هېچا ته اجازه نه ورکو چې پر تاسو تعرض وکړي".

سکان په افغانستان کې له سلګونو کالونو راهیسې مېشت دي ؛خو وروستیو جنګ جګړو دې ته اړ کړل چې نورو هېوادونو ته کډوال شي.

د دغه ولایت هندو او سک اوسېدونکي وايي دا جشن له در‎ې سوه و اتلسو کلونو راهیسې لمانځل کېږي او سږ کا

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه