Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پکتیا لپاره د جنبش ګوند مسؤول په لوګر کې نیول شوی

د لوګر ولایت ځايي چارواکي وايي چې د پکتیا لپاره د جنبش ګوند مسؤول شاه فیصل احمدزي له خپلو ۲۰ وسله‎والو کسانو سره په لوکړ کې نیول شوي دي.

د دغو چارواکو په وینا له هغوی څخه ۴ موټرو، ۱۲ کلاشینکوفونه، ۲ پیکاوې، ۵ تومانچې او یو میل درازنوف او همدارنګه د پېژاند ناقانونه کارتونه هم ترلاسه شوي دي.

د لوګر والي حلیم فدايي وايي چې شاه فیصل احمدزي ځان د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم سلاکار معرفي کړی وو،او دغه کس د ځمکې د یوه غاصب د ملاتړ او د جنرال دوستم له نامه څخه د ناوړه استفادې په تور نیول شوی دی.

ښاغلی فدايي وايي:«دغه کس راغلی وه چې په دغې سیمه کې خلک لاریون ته وهڅوي.»

د دغو نیول شویو کسانو موټر له غیر قانوني شمېرو او د جنرال دوستم له تصویرونو سره ملي امنیت ځواکونو لاسته لوېدلي دي.

په دې اړه د جنرال دوستم د ویاندویانو د نظر په ترلاسه کولو بریالي نه شو، خو د جنرال دوستم له دفتره په رسمي مکتوب کې راغلي چې د پکتیا د ولایتي دفتر مسؤولانو ته یوازې د دوه میله وسلو د لېږد اجازه ورکول شوې وه.

د لوګر د ولایتي شورا غړی حسیب ستانکزی وايي:«د دوستم لاس لوګر ته هم رسېدلی او دهغه زورواکي غواړي په لوګر کې هم بې نظمي رامنځته کړي او د قومونو په منځ کې بې اتفاقي رامنځته کړي.»

د لوګر والي وايي چې د ملي امنیت ځواکونو دا کسان وروسته له هغه ونیول، چې د چهارشنبې په ورځ په محمداغې ولسوالۍ کې په دولتي ځمکو کې د  خلکو د کورونو ویجاړول د خلکو له مخالفت سره مخامخ شول.

د هغه په وینا دغو کسانو د ځمکو له یوه غاصب څخه ملاتړ کاوه. له همدې امله یې خلک په دولتي ځمکو د کورونو د ویجاړۍ د بهیر په وړاندې مخالفت ته راوپارول، چې په لړ کې وسله واله نښته رامنځته شوه او له امله یې یو نرینه او یو ماشوم ووژل شو او یوه ښځه ټپي شوه.

ښاغلي فدايي وویل:«د خلکو په منځ کې ډزې وشې،خو روښانه نه شوه چې چا ډزې وکړئ.»

 خو د کلي اوسېدونکي وايي چې د ملي جنبش ګوند دا غړی دغه کلي ته د فاتحیې د مراسمو لپاره ورغلي وو چې د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شول.

شریک یي کړئ