د عراق لومړي وزیر، حیدر عبادي اعلان کړی چې د موصل ښار لودیځې برخې نیولو په موخه پوځي عملیات پیل شوي دي.
یاده برخه لا هم د داعش وسلهوالو په ولکه کې ده.
د راپورونو له مخې د داعش ډلې پر وړاندې به دا د عراقي ځواکونو تر ټولو سخت پوځي عملیات وي. کابو څلور میاشتې مخکې عراقي ځواکونو له داعش ډلې د موصل ښار نیونې په موخه پوځي عملیات پیل کړل چې د یادې ډلې له مقاوت سره مخامخ شول.
عبادي وايي:«زموږ پوځیانو د ملکي کسانو د ژغورنې په موخه هڅې کوې تر څو د داعش له ترور سره مخامخ نشي.»
دی زیاتوي:«زموږ ځواکونو د عملیاتو نوی پړاو پیل کړی دی. موږ راځو چې د موصل لوېدیځه برخه وژغورو.»
له بلې خوا ملګرو ملتونو د ملکي کسانو د ژوند ژغورلو ته د لومړيتوب ورکړې غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي دي چې عراقي ځواکونو د موصل ختیځې برخې نیولو پر وخت هم د ملکي کسانو ژوند ژغورلو ته لومړيتوب ورکړی وه.
سره له دې د موصل په لویدیځ کې چې تر ټولو تنګې کوڅې او سرکونه لري، پوځي عملیات له ستونزو ډک ښکاري.
موصل په عراق کې د داعش ډلې تر ټولو لوی مرکز دی چې د نیولو په موخه یې په مني کې پوځي عملیات پیل شول.