Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

وروستیو دوو کلونو کې د عامه خدمتونو خرابوالی

د کابل یو شمېر اوسیدوونکي وايي د دولتي بنسټونو خدمات له تېرو کلونو خراب شوي دي، دوی زیاتوي چې د خپلو عادي ستونزو د هوارولو لپاره ډېرې پیسې لګوي.

دا په داسې حال کې ده چې خلکو ته د ښو عامه خدمتونو وړاندې کول د ملي یووالي حکومت د مشرانو له ژمنو ګڼل کېږي.

د دولتي خدمتونو ښه والي د ملي یوالي حکومت له ژمنو ګنل کیږي.

عبدالخلیل متقاعد شوی کس دی چې د تېر کال حقوق يې د بودیجې د نشتوالي له امله نه دي ترلاسه کړي، هغه د دولت اوسني خدمات وړاندې کول له بل هر وخت څخه خراب بولي.

عبدالخلیل زیاتوي:«اوه ویشت کاله مې خدمت کړی دی او په دې موده کې مې ۲۷ روپۍ بډه نه ده اخیستې، خو اوس مامورین په بوریو بډې اخلي.»

د هېواد یو شمېر وګړي په دولتي ادارو کې د سرپرستۍ، بې نظمۍ او فساد شتون د پڅ کاریو اصلي لامل بولي.

د لوګر اوسېدونکی، نورالله وايي:«تر اوسه مې ۱۸ زره افغانۍ لګولې دي، هم مې کرایه ورکړې ده او هم مې مامورینو ته بډې ورکړې دي.»

اخوا دلته د نفوسو د ثبت او اخوالو په ریاست کې که څه هم چې ظاهري تغیرات راغلي دي خو د دې ریاست مراجعین د یاد ریاست له خدماتو راضي نه دي.

د کاپیسا اوسېدونکی، عبدالصبور وايي:«ما په ۱۳۹۰ کال کې پېژندپاڼه واخیسته چې یوازې یونیم ورځ یې وخت ونیوه، خو اوس چې خپلو ماشومانو ته یې اخلم دا مې شپږمه ورځ ده چې دلته راځم او سرګردان یم، مامورین مې یوې او بلې شعبې ته لیږي.»

د بغلان اوسېدنکي، خدای‎داد څرګندوي:«دا مې شلمه ورځ ده چې زه له بغلان ولایت څخه دلته د پېژندپاڼې کارونو لپاره راغلی یم، خوتر اوسه نه ده څرګنده چې ستونزه به کله هواره شي.»

د نفوسو د احوالو د ثبت د ډیجیټل کولو رئیس، زمری باهر وايي:«زموږ موخه همدا ده چې هر ډول خدمتونه د نوې ټکنالوژۍ په مرسته وړاندې کړو او د خدمتونو لړۍ چټکه کړو.»

هره ورځ هېوادوال خپل ساعتونه وخت په حکومتي ادارو کې په سرګردانۍ تیروي، د هغوی په وینا د دولتي کارکونکو لخوا په کارونو کې ناغیړي فساد ته لاره هواروي.

عبدالخلیل متقاعد شوی کس دی چې د تېر کال حقوق يې د بودیجې د نشتوالي له امله نه دي ترلاسه کړي، هغه د دولت اوسني خدمات وړاندې کول له بل هر وخت څخه خراب بولي

شریک یي کړئ