د ملي امنیت لوی ریاست نن شنبې( د کب۲۱مه) د خبرپاڼې په خپرولو سره په ننګرهار ولایت کې د روشنايي خوځښت لاریون باندې د برید د طرحهکوونکي له وژل کېدو خبر ورکړی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې مولوي عبدالقیوم چې په شاهین خراساني باندې یادېدو او مولوي فاروق د داعش ډلې قومندانان د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ په دیوانه بابا سیمه کې وژل شوي دي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي، مولوي خراساني د ۲۰۰ وسلهوالو مشري کوله.
نوموړي په ننګرهار ولایت کې د ترهګریزو کړنو د داعش ډلې ځانمرګي بریدونه طرحه کولو دنده پرغاړه درلوده او همداراز یې د کابل په دهمزنګ چوک کې د روشنايي خوځښت پر اعتراض کوونکو هم برید طرحه کړی وه.
تېر کال د روشنايي خوځښت پر اعتراض برید کې کابو ۸۰ تنه ووژل شول او ۳۰۰ نور ټپيان شول.