ټاکل شوې د افغاستان د کرکټ ملي لوبډله د روان زیږدیز کال د جولای په ۱۱ نېټه د انګلستان په "لارډز" لوبغالي کې چې د نړۍ د کرکټ د کور په نوم یادیږي لوبه وکړي.
دا لوبه به د برینډن مک کالم په لوبډلمشرۍ د نړۍ له غوره ۱۱کسیزې لوبډلې سره یوه پنځوس اوریزه لوبه ترسره کړي.
د افغان کرکټ ملي لوبډلې او د نړۍ د غوره یولس کسیزې لوبډلې ترمنځ دغه سیالي د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شکرالله عاطف مشعل او د ام سي سي کلب مشرتابه ترمنځ د هوکړې په پایله کې تنظیم شوې.
شکرالله عاطف مشعل وویل"موږ د کرکټ د پرمختګ لپاره هراړخیز پلانونه طرحه کړي. کرکټ به په افغانستان کې یوه روښانه راتلونکې ولري او موږ به په دغه برخه کې د ډیرو پرمختګونو شاهدان واوسو."
نوموړي د نړۍ د کرکټ د یولس کسیزې لوبډلې پر وړاندې د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبه د هېواد د کرکټ په تاریخ کې د پرمختګ نوی پړاو ګڼي.