Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جاپان له افغانستان سره کابو درې میلیونه ډالره مرسته کړې

د بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې د جاپان سفارت ترمنځ د یوې هوکړې له مخې دې هېواد په افغانستان کې د بېلابېلو پروژو په برخه کې د درېیو میلیونو او ۶۰۰ زره ډالرو مرسته وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، حکمت خلیل کرزي د افغانستان په بیارغاونه کې د جاپان رول ته په پام سره وايي چې ددغه هېواد  تازه مرستې به؛ په بنسټیزو برخو او د تدارکاتو په بهیر کې ولګول شي.

ښاغلي کرزي وویل:«له دې مرستو به د تدارکاتو د کلیو پراختیا او پوهنې پروژو په برخه کې ولګول شي او جاپان په غیر پروژه‎يي برخو کې ډېرې مرستې کړې دي.»

په همدې حال کې کابل کې د جاپان سفیر په افغانستان کې په روڼتیا سره د دغو مرستو پر لګیدو ټینګار کوي.

کابل کې د جاپان سفیر، میتسوجی سوزوکا وايي:«زه هیله من یم چې افغان حکومت د جاپان له مرستو په سمه توګه کارواخلي څو لازم ظرفیتونه  رامنځته شي او په پراخیتايي برخو کې ددغو مرستو اغیزې د پاموړ وي  موږ د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو څو باثباته او بریالۍ ټولنه ولرو.»

د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو په وینا؛ جاپان په تېرو څو کلونو کې د دولت څه باندې څلور زره تنه کارکوونکو ته د روزنې او د وړتیا د لوړولو لاره اواره کړې ده او دغه راز  محصلینو ته اوه سوو پنځوس بورسونه ورکړل شوي دي.

 دوی وايي چې جاپان  په تیرو پنځلسو کلونو کې په بیلابیلو برخو کې له افغانستان سره د شپږ ملیاردو څلور سوو ملیون ډالرو مرسته کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، حکمت خلیل کرزي د افغانستان په بیارغاونه کې د جاپان رول ته په پام سره وايي چې ددغه هېواد  تازه مرستې به؛ په بنسټیزو برخو او د تدارکاتو په بهیر کې ولګول شي

شریک یي کړئ