طالبانو د تېر کال له پسرلي د هېواد په شمال او او شمال ختیځ کې فعالیتونه پیل کړل او دا سیمه د روان کال له پیله د بې مخینو تاوتریخوالیو شاهده ده.
بغلان، کندز، تخار، بدخشان، سرپل، جوزجان، فاریاب، سمنګان او ان بلخ ولایتونه د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د سختو جګړو شاهد وو.
د بلخ والي عطا محمد نور د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د یوې غونډې پر مهال په شمال کې د ناامنیو په اړه خپله اندېښنه داسې څرګنده کړه:«کهچېرې حکومت اقدام ونه کړي، شمال به په دویمې سوریې بدله شي او فرقهيي جګړو ته لمن وهل کېږي؛ زه د دغه وضعیت په اړه اندېښمن یم او حکومت باید د داشان وضعیت په اړه چوپ پاتې نهشي.»
اوسمهال طالبان په بغلان، کندز، بدخشان او سرپل کې د څو ولسوالیو اداره په خپل واک کې لري او څو نورې ولسوالۍ د روان کال په پسرلي کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ لاس په لاس شوې دي.
د فاریاب والي سید انور سادات په دې اړه وویل:«ګواښونه شتون لري؛خو دمګړۍ هېڅ یوه ولسوالۍ له پرځېدو سره مخامخ نه ده او د امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري.»
یو شمېر استخباراتي څېړنې څرګندوي چې بهرني ترهګرو هم ځانونه په مهمو ولسوالیو کې ځای په ځای کړي دي.
له دې ډلې کولای شو د بغلان برکه، د بدخشان زیباک او د تخار درقد ولسوالۍ یادې کړو.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش په دې اړه څرګنده کړه:«په افغانستان کې جګړې د سیمې د استخباراتو او قاچاق کوونکو له خوا پلانېږي؛شونې ده په ځینو برخو کې چې له ماتې سره مخامخ کېږي، په ځينو برخو کې په تاوتریخوالي لاس پورې کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې ځینې غړي په افغانستان کې د جګړې په تګلارې نیوکه کوي.
د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي په دې اړه څرګنده کړه:«د خپلو امنیتي ځواکونو په لیکه کې شک نهلرم؛پوهېږم چې هره ورځ د هېواد د دفاع لپاره وینه تویوي؛ خو تر هغه وخته چې دغه لېوالتیا په سیاسي کچه نه وي او له سیاسي کچې سره همګامه نه وي او دې ته لېوالتیا نه وي چې امنې سیمې ناامنې شي، د جګړې په لومړۍ کرښه کې یوازې د سرتېرو د وینو تویول اغېزمنې کېدای نهشي.»
د مرکزي آسیا هېوادونونو په ځلونو د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د تاوتریخوالیو او ترهګرو د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
یو شمېر کسان د هېواد د شمال نا امنه کېدل د روسیې او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ د رامنځته شوې سیالۍ له امله بولي.