په بدخشان کې ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت پر تګاب ولسوالۍ د طالبانو د برید په پایله کې ۳۵ تنه سیمهييز پولیس او ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي دي.
د بدخشان امنیه قومندان عبدالخالق اقصايي وايي چې په دغه ولایت کې د ځينو امنیتي ځواکونو بې پروايي د دې لامل شوی ترڅو دغه پېښه رامنځته شي. ښاغلی اقصايي ټينګار کوي چې دغه پېښه به وڅېړل شي او هغو کسانو چې په دې اړه بې غوري کړې وي د قانون منګولو ته به وسپارل شي.
هغه زیاته کړه:«ښه، په هغه سیمه کې چې زموږ دغه سرتېري شهیدان شوي، هلته موږ عملیات نه لرل؛ زموږ ځواکونه هملته وو. خو واقعاً بې پروايي د کشفي ځواکونو او د خپلو سرتېرو وه چې د دښمن خوځښتونه یې کشف نه شوای کړای.»
دغې پېښې د بدخشانیان غوسه راپارولې، د بدخشان ولایتي شورا وایي چې د امنیتي ځواکونو د بې غورۍ له کبله، له ۳۵ څخه زیات سیمهییزو پولیسو او ولسي پاڅون کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغې شوار غړي زیاتوي، چې د دغو سرتېرو د وژنې عاملین دې د قانون منګلو ته وسپارل شي.
د بدخشان د ولایتي شورا غړي جاوېد مجددي په دې اړه څرګنده کړه:«په یوې ولسوالۍ کې زموږ د څه باندې ۴۰ امنیتي ځواکونو وژل کېدل، هغه هم په مرموزه بڼه، واقعاً د پوښتنې وړ ده.دولت باید دغو ټولو بې غوریو په اړه خلکو ته ځواب ویوونکی وي.»
د بدخشان یو تن اوسېدونکي امرالله صالح وویل:«موږ په ریښتیا سره خپلې راتلونکې ته اندېښمن یوو. دا د سیمهییزو چارواکو بې خبري ده، طالبانو یوځل بیا ثابته کړه چې له دولت څخه پیاوړي دي.»
د بدخشان بل اوسېدونکي ادهم وايي:«موږ په بدخشان کې د خپلې راتلوونکې په اړه ډېر اندېښمن یوو اقعاً سیمهییز چارواکي د والي او امنیه قومندان په ګډون، د بې پروایۍ په خوب ویده دي او یو ځل بیا یې د وردج ولسوالۍ جنایت یې په تګاب ولسوالۍ کې عملي کړ.»
بلخوا د بدخشان د عامې روغتیا ریاست مشر وایي، د ځینو ټپیانو روغتیایي وضعیت ښه نه دی.
د بدخشان د عامې روغتیا رییس محمد نور خاوري په دې اړه په ډاګه کړه:«د بدخشان په تګاب ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي ځواکونو د جګړې په پایله کې له بده مرغه ۳۵ شهیدان او ۱۰ ټپيان زموږ روغتونونو ته لېږدول شوي دي چې د ځینو ټپيانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.»
طالبان په داسې حال کې پر تګاب ولسوالۍ برید کوي چې دولتي ځواکونو له شپږو ورځو راهیسې، د بدخشان د خاش ولسوالۍ د ځینو سیمو د بېرته نیولو په عملیاتو بوخت وو.