یوه حکومتي سرچینه وایي چې د پکتیا ولایت د جانيخېلو ولسوالۍ د مرکز اداره د امنیتي ځواکونو له ولکې وتلې ده.
یادې سرچینې نن(سېشنبې د زمري۳مه) ویلي دي چې طالبانو نن سهار د څلورو بجو په شاوخوا کې د جانيخیلو پر مرکز برید وکړ او دا ولسوالۍ یې ونیوله.
خو حکومتي چارواکي د دې خبرو په ردولو سره زیاتوي چې د یادې ولسوالۍ مرکز ته نېږدې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.
د پکتیا امنیه قومندان، توریالی ابدیاني څرګندوي، په جانیخیلو ولسوالۍ کې تراوسه هم یو شمېر پوستې د امنیتي ځواکونو په لاس کې دي.
اخوا په پکتیا ولایت کې د ۲۰۳تندر قول اردو قومندان، جنرال عبدالواسیع میلاد په دې اړه وايي چې دا نښتې له درېیو ورځو راهیسې روانې دي او د امنیتي ځواکونو له خوا یو پاکستاني هم نیول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په دې وروستیو کې په یوشمېر ولایتونو کې خپل بریدونه زیات کړي دي.
د روانې اوونۍ په ترڅ کې د غور تیورې او د فاریاب ولایت کوهستان ولسوالیو د نسکورېدوراپورونه هم خپاره شول.
خو تېره ورځ ولسمشر غني له ارګ څخه په خبره شوې خبرپاڼه کې د کابل برید په غبرګون کې چې ۳۶ تنه په کې ووژل شول، ویلي وو ترهګرو ته د جنګ په ډګر کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا درنه مرګ ژوبله اوښتي ده.