یوې امنیتي سرچینې طلوعنیوز ته ویلي دي چې طالبانو تېره شپه د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه مرکز برید کړی دی.
سرچېنه زیاتوي چې د برید په پایله کې ۲۶ تنو افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۰تنه نور ټپیان دي.
سرچینې نن(چهارشنبې د زمري۴مه) ویلي دي چې دا برید د ملي اردو پر کرزعلي اډې ترسره شوی دی.
له برید څخه وروسته ۸ سرتېرې له اډې نادرکه دي.
ویل کيږي د برید پرمهال اډه کې ۸۲ تنه وو، او نورو سرتېرو ته زیان نه دی رسېدلی.
تر اوسه پورې دا خبر د کومې بلې سرچینې لخوا په خپلواکه توګه نه دی تائید شوی.
طالبانو د برید مسوؤلیت منلی.