په بغلان ولایت کې پوځي چارواکي په دې ولایت کې د ۲۰ کلیو له پاکوالي خبر ورکوي.
دې چارواکو نن(چهار شنبې د زمري۴مه( ویلي دي چې طالبانو په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې ماته خوړلې ده او افغان ځواکونو دا ډله له شلو کلیو ویستې ده.
دا چارواکي زیاتوي چې د افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کې چې ۸ ورځې مخکې پیل شوې وو تر اوسه ۵۰ وسلهوال وژل شوي دي.
دوی زیاتوي چې په دې عملیاتو کې ۷۰ تنه طالب وسلهوال ټپیان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال، تورن جنرال شعور ګل په پغلان ولایت کې ویلي دي چې طالبان د مرکزي بغلان ولسوالۍ له کلیو او د ښار له شاوخوا سیمو څخه له سختو تلفاتو وروسته تښتیدلي دي.
امنیتي چارواکي وايي چې وسلهوالو ته ډېره مرګ ژوبله د هوايي بریدونو له امله اوښتې ده.
په بغلان کې د طلوعنیوز خبریال وايي چې په سیمه کې د نښتو له امله کابو زر کورنۍ بېځایه شوي دي.
طالبان له اتو ورځو راهیسې له ډلهییزو بریدونو وروسته د مرکزي بغلان ولسوالۍ د ښار شاوخوا سیمو ته رسیدلي وو.
بغلان ولایت کې په دې وروستیو کې وخت نا وخته طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کوي، او اوسېدونکي یې له نا امنیو اندېښنه لري.
سره له دې موټر چلونکي هم په بغلان کې د لویې لارې له امنیت څخه اندېښنه لري.