محمد امین جویا په بلخ ولایت کې زدهکوونکی دی، نوموړي داسې دستګاه جوړه کړې چې پرمټ یې د ماینونو تشخیص کيږي او د ماینونو په پاکولو کې ترې ګټه اخیستنه کېږي.
ده د څلورو کلونو راهیسې تر دې دمه يې بیلا بیل ډوله ۱۶ دستګاوې جوړې کړې دي چې د اوبو له تجزیې نیولې تر بادي بریښنا يي او د جګړو درانه تجهیزات هم په کې شامل دي.
دی وايي چې په نوي جوړ شوي روباټ یې کولی شي تر پنځه کیلومترۍ پورې مخابره وکړي او امنیتي ګواښونه او ماینونه تشخیصولی شي.
محمد امین زیاتوي:«دا روباټ له درېیو برخو جوړ شوی دی، یوه برخه یې فولاد دی چې سکلیټ یې جوړوي او بله برخه یې پلاستیک دی او درېیمه یې هم برېښنا ده.»
محمد امین وايي، دغه رباټ کولای شي تر لس میترۍ پورۍ امنیتي ګواښونه وپيژني او په فضا کې پر ازیت موجونه راټول او په یوه قوه يي بدله کړي.
د پوهنتون یو شمېر محصلین ددغه روبات دلیدو په موخه یو ښوونیز مرکزته راغلي دي او وايي چې حکومت باید ښه تجربه کاره ځوانانو ملاتړ وکړي.
د مزار اوسېدونکې، رقیه وايي:«اوس موږ ګورو چې زموږ یو ځوان ښه لاسته راوړنه لري او کولی شي ښه کارونه وکړي.»
د مزار اوسېدونکی، حقیق زیاتوي«د دې ځوان استعداد د قدر وړ دی، موږ له دولت څخه غوښتنه کوو چې د دې ځوان ملاتړ وکړي.»
د غه محصل وايي، تراوسه تردې دمه د هیڅ دولتي بنسټ او یا کوم شخص له خوا نه دي هڅول شوي خو هڅه کوي چې خپلې وړتیاوې د دغه ډول دستګاوو په جوړولو سره نندارې ته وړاندې کړي.