د حزب اسلامي مشر په هرات کې په د خپل سفر په څلورمې ورځ په دغه ښار کې ستر جامع جومات ته ولاړ.
موخه یې دا وه، چې د جمعې په لمونځ کې خپلو پلویانو ته وینا وکړي، خو دا وینا یې، د یوه لمونځ کوونکي له لورې د بوټ په ګوزار سره ګډه وډه شوه.
په جومات کې لمونځ کوونکي وایي،چې دوو کسانو لومړی الله اکبر ووایه او بیا یې پر حکمتیار د بوټ ګوزار وکړ او پرې یې نهښود چې وینا وکړي.
د دغې پېښې شاهد منیر احمد وویل:«زه د لمانځه لپاره د هرات ستر جامع جومات ته تللی وم.کله چې د جومات دروازې ته ورسېدم، و مې لیدل چې ټول خلک په تېښته کې دي،وروسته خبر شوم چې یوه ځوان له بوټ سره پر حکمتیار برید کړی.»
د بوټ تر ګوزار وروسته، لمونځ کوونکو جومات پرېښود.
ډېرو کسانو چې پېښه یې له نېږدې نه وه لیدلې، فکر یې کاوه، چې ترهګریزه پېښه به شوې وي.
د پېښې بل شاهد احمد الله څرګنده کړه:«له دې پېښې وروسته، لمونځ کوونکو تېښته وکړه او ټول ترېدلي وو.»
د پېښې شاهدان وایي، وروسته تر هغه، چې پر حکمتیار د بوټ ګوزار وشو، ساتونکو یې دغه کسان ووهل.
د هرات ملي امنیت ریاست تاییدوي، چې د پېښې په تړاو یې دوه کسان نیولي دي او اصلي لامل یې لا څرګند شوی نه دی.