د هېواد د کرېکټ د ۱۹ کلنو لوبډله وتوانېده چې د یو ورځنیو لوبو په پنځمه لوبه کې د بنګلهدېش ۱۹ کلنو لوبډلې ته ماته ورکړ.
په دې ترتیب سره، د افغانستان د کرېکټ ۱۹ کلنه لوبډله د دغو سیالیو د اتلولۍ جام له ځان سره افغانستان ته راوړ.
د دغو سیالیو په وروستۍ لوبه کې د هېواد لوبغاړي د درویش رسولي او ابراهیم ځدران په ښه ځلېدو سره وتوانېدل چې ۲۴۰ منډې بنګلهدېش ته هدف وټاکي.
په مقابل کې د بنګلهدېش لوبډله ونه توانېده چې ورکړل شوی هدف پوره کړي. او لوبه د ۳۳ منډو په توپیر سره د افغانستان لوبغاړو وګټله.