ولسمشر غني په څلورمه ملي ښاري غونډه کې وویل چې د افغانستان ښارونه له زیاتو ننګونو سره مخ دي. خو د هغه په وینا حکومت هڅه کوي چې دغه ننګونې له منځه یوسي.
ښاغلي غني وویل چې د ځمکو د غصب ستونزه باید حل شي او د عامه او دولتي ملکیت غصب د وخت تابع نه دي.
هغه وویل چې په کابل کې د اوبو د کچې ټیټوالی یوه بله ستونزه ده او دا چې د اوبو د مدیریت ستونزه هم د پخواني حکومت میراث دی چې پاتی دی.
د هغه په وینا، د خوړو خوندیتوب د خلکو لپاره بله ستونزه ده د دې لپاره چې د هېواد په ټولو برخو کې خواړه په وارداتو تکیه دي.
هغه زیاته کړه چې د بېلابېلو برخو لپاره د خوراکي توکو د پېرلو د څار لپاره ښاري شوراګانې جوړې شي، ترڅو پر وارداتو له تکیهوالي څخه مخنیوی وشي.
د هېواد ولسمشر همدارنګه څرګنده کړه چې په هېواد کې د ټولو شتمنیو د ثبت لپاره باید یو سیسټم جوړ او همدارنګه ټول مالومات په یوه واحد سیسټم کې اضافه شي او همدارنګه د شتمنیو د ثبت سیسټم د ملاتړ لپاره د ځمکې یو بانک به جوړ شي.
هغه وویل چې په ښاروالیو کې به هم اصلاحات راشي او په ښاروالیو کې له سمونو وروسته به، د ښاروالانو ټاکنې به هم ترسره شي.
ښاغلي غني ازبیکستان ته خپل راتلونکي سفر ته په اشارې سره وویل چې په دغه سفر کې به ۱۴ هوکړې لاسلیک کړي.