روسي چارواکو د سېشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي چې د ۲۰۱۸ کال د فوټبال نړیوال جام سیالیو د کوربه توب لپاره د دغه هېواد ۱۲ لوبغالي چمتو دي.
د دغو چارواکو په وینا، د ۲۰۱۸ کال د فوټبال نړیوال جام سیالیو «فیفا» پچه اچونه ترسره شوې ده او۳۲ هېوادونو د ګروپي پړاو په سیالیو کې خپلې لوبډلې پېژندلې دي.
دا په داسې حال کې ده چې پنځه لوبغالي له وړاندې چمتو شوي دي.
په مسکو کې د اسپارټاک لوبغالی، په سوچي کې فشټ، کازان او سینټ پټرسبوګ د روان زیږدیز کال د جون او جولای په میاشتو کې، د ۲۰۱۷ کال د «فیفا» د ټولو سیالیو کوربهتوب وکړ.
د هغه رپوټ پر نبسټ چې فیفا په خپل وېبپاڼه کې خپور کړی، د چمتووالي وروستی پړاو په اوه نورو لوبغالو کې نیول شوي دي او ډېر ژر به د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د ملاتړو هرکلی وکړي.
د نړیوال جام لومړۍ سیالۍ به د جون په ۱۶ مه د کالینینګراد په لوبغالي کې د کرواسي او نایجریا ترمنځ ترسره شي او دمګړۍ دغه ځای د سیالۍ د ترسره کولو لپاره ۹۰ سلنه چمتو شوی دی.