پرس پال:په افغانستان کې د سینما وضعیت
د افغان فلم ریاست د فلمونو او سریالونو د جوړولو لپاره دې ریاست ته د مالیې وزارت له لوری د بودیجې په نه ورکولو سخته نیوکه کوي.
د افغان فلم رییس محمد ابراهیم عارفي کیهان وایي چې د دوی ټول لګښت ۲۲۰ زره ډالرو ته رسېږي چې سینمایې چارې پرې بشپړې کړي.
ښاغلی عارفي کیهان په دې اړه زیاته کړه:«د مالیې وزارت مسؤول دی چې موږ ته بودیجه راکړي.موږ یوه دولتي موسسه یوو.کهچېرې په لوړو کچو کې اجازه راکوي؛خو په ټیټو کچو کې داسې کسان دي چې فرهنګ نهلري،نه پوهېږي چې سینما یعنې څه!؟»
اخوا د مالیې وزارت وایې چې تر اوسه د فلمونو د جوړولو لپاره له دوی څخه ځانګړې بودیجه نه ده غوښتل شوې.
د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی وايي:«موږ د دې تخصیص په برخه کې د مالي اسانتیاو په برابرولو کې ستونزه نهلرو او زموږ غوښتونه دا ده چې د هغوی (افغان فلم)موضوع باید د اطلاعاتو او کلتور محترم وزارت له خوا له موږ سره شریک شي.»
په دغې خپرونه کې کوربه حارث جمالزاده د افغان فلم له رییس محمد ابراهیم عارفي سره بحث او خبرې اترې کړي دي.
د بشپړې خپرونې د لیدو لپاره دا ځای کېکاږئ:
په دې اړه مو اندونه