Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان تکواندوکارانو اوپن کوریا لوبو کې د سروزرو مډال وګاټه

اوپن کوریا سیالیو کې افغان لوبغاړي نثار احمد عبدالرحیم زي، خپل چینايي سیال ته ماتې ورکړه او د سرو زورو مډال یې په غاړه کړ.

تر دې وړاندې هم بل افغان لوبغاړي فرزاد منصوري په ۷۸ کیلو وزن کې له خپلې مخې د پياوړیو حریفانو په لرې کولو  افغانستان لپاره د سرو زرو مډال ګټلی.

د اوپن کوریا سیالیو کې د افغانستان وروستي استازي  نثار احمد عبدالرحیم زي د امریکا، ټایلند او چین د لوبغاړو په ماتولو د سرو زرو مډال وګاټه.

د هېواد تکواندو لوبډلې غړی، نثار احمد عبدالرحیم زی څرګندوي:«زه دا مډال د خپلو سیالانو ماتې سره د افغانستان ټولو خلکو ته ډالۍ کوم.»

همداراز د ملي لوبډلې روزونکی، بشیر تره‎کی زیاتوي:«هیله لرم چې د تکواندو لوبډلې د افغانستان خلک خوښ کړي وي، نثار وتوانیست چې له تایوان، امر یکا او چین په ماتې سره وتوانید چې د سروزرو مډال ترلاسه کړي او موږ دا مډال د افغانستان خلکو ته وړاندې کوو.»

په دغو سیالیو کې د ۶۵ هېوادونو۲۶۰۰ لوبغاړو له یو بل سره سیالۍ وکړې چې د افغانستان په استازیتوب څلورو لوبغاړو په ګې ګډون درلود.

افغانستان د نثار احمد عبدالرحیم زي او فرزاد منضور  په مټ د سرو زرو د دوو مډالونو او د رامش حسیني او محسن رضايي په مټ د برونزو د دوو مډالونو په ګټلو دغو سیالیو کې خپل کار پای ته ورساوه.

ټاکل شوې ده چې د هېواد تکواندو لوبغاړي د آسیا په تر ټولو لویو سیالیو کې د ګډون لپاره اندونیزیا ته ولاړ شي.

دغه سیالۍ به تر څه کم یوې میاشتې پورې روانې وي.

په ټوله کې افغانستان څخه د نثار احمد عبدالرحیم زي او فرزاد منضور په مټ د سرو زرو د دوو مډالونو او د رامش حسیني او محسن رضايي په مټ د برونزو د دوو مډالونو په ګټلو دغو سیالیو کې خپل کار پای ته ورساوه

شریک یي کړئ