د هېواد د فوټبال د ۱۵ کلنو لوبډلې د اسیا د مرکزي حوزې د فوټبال د اتلولیو په سیالیو کې، سېشنبې (د چنګاښ په ۱۳ مه) خپلې دویمې سیالۍ لوبډلې قرغزستان ته ماتې ورکړه.
د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې په خپلې دویمې سیالۍ کې هم ۳- ۱ قرغزستان ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د فوټبال د ۱۵ کلنو لوبډلې له دې وړاندې په خپله لومړنۍ سیالۍ کې له ورته پایلې سره کوربه تاجیکستان ته ماتې ورکړې وه.
د هېواد د فوټبال ۱۵ کلنه لوبډله د جمعې په ورځ په خپله درېیمه لوبه کې د ترکمنستان په وړاندې خپل بخت ازمايي.
دغه سیالۍ د افغانستان، تاجیکستان، ازبیکستان، کازاخستان او ترکمنستان لوبډلۍ د لیګ او د تاجیکستان په کوربه توب په یوې ډله کې په لاره اچول شوې دي.