د سپين غر بازانو د فوټبال لوبډلې، د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ په شپږم پړاو کې درېیم ځایګی خپل کړ.
د غوره لیګ په شپږم پړاو په ډلبنډۍ سیالۍ نن شپه (پنجشنبې د لړم په ۴ مه) د سپین غربازانو او سمیرع البرز ترمنځ پیل شوې.
دواړو لوبډلو لوبه معتدله پیل کړه، خو د لوبې په ۶ مه دقیقه کې د سیپن غر بازانو لوبغاړی سمیر غضنفري وتوانېد چې د دغې لوبډلې لومړنی ګول ترسره کړي.
د لوبې لومړی نیمه له همدغه یوه ګول سره پای ته ورسېده، خو دویمه نیمه د سمیر البرز لوبډلې یرغلي پيل کړه، خو د لوبې تر پایه د ګول پر وهلو بریالۍ نه شوه. او لوبه ۱-۰ د سیپن غر بازارنو په ګټه پای ته ورسېده.