Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر غني د اسیايي سیالیو له مډال راوړونکو ستاینه وکړه

ولسمشر اشرف غني نن سې‎شنبې ګهیځ په ترکمنستان کې دننه د سالون سیالیو څخه مډال ګټوونکو سره لیدنه وکړه او هغوی ته یې نغدي او جایزې او ستاینلیکونه ورکړل.

افغان لوبغاړو په دغو سیالیو کې یو د سرو، یو د سپینو او ۱۰ د برنزو مډالونه ګټلي دي.

ښاغلي غني په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له لوبغاړو سره په لیدنه کې وویل:«زموږ لوبغاړو له لوړ همت او پراخو هڅو سره وتوانېدل چې د اسیايي سیالیو په پنځم پړاو کې ۱۲ مډالونه ترلاسه کړي چې دا زموږ لپاره یوه ښه بېلګه ده او باید په نورو برخو کې هم کوښښ وشي چې همدا شان له خپل همت سره وکړای شو د هېواد لپاره لاسته راوړنې ولرو.»

د افغانستان د سپورټ او د بدني روزنې ریاست مرستیال میرویس بهاوي وویل:«د هېواد د سپورټ په ۸۰ کلن تاریخ کې، دا لومړی ځل دی چې ولسمشر لوبغاړي هڅوي. دا کولای شي چې په هېواد کې پر سپورټ مثبتې پایلې لرلای شي.»

دننه په سالون کې سیالیو په پنځم پړاو کې د افغانستان په استازیتوب ۲۱۵ لوبغاړو په ۱۶ څانګو کې ګډون درلود.

دغو لوبغاړو په دغو سیالیو کې د ۶۲ هېوادونو په منځ کې ۲۶ ځای خپل کړي.

په ترکمنستان کې دننه په سالون سیالیو کې د افغانستان په استازيتوب ۲۱۵ لوبغاړو ګډون کړی وه. افغان لوبغاړو په دغو سیالیو کې یو د سرو، یو د سپینو او ۱۰ د برنزو مډالونه ګټلي دي.

شریک یي کړئ