د هېواد اوه تنه معلولیت لرونکي پوځيان چې په جګړو کې یې د بدن غړو زیان لیدلی کاناډا کې د نه ماتېدونکو لوبو کې له پورې چمتوالي سره ګډون کړی دی.
د ملي دفاع وزارت هیله لري چې دا پوځیان د سرو زرو مډالونو سره هېواد ته راستانه شي.
د یاد وزارت ویاند، دولت وزیري څرګندوي:«د دې لوبو لپاره یې ټول چمتووالی نیولی دی او هیله ده چې له سرو زرو مډالونو سره راستانه شي.»
په همدې حال کې د ناټو لوی مشي، ینس سټولټنبرګ د افغان ځواکونو دې له وړتیاو ستاینه وکړه او وايی چې دوی به نړۍ ته انګېزه ورکړي.
ده وړاندې وویل:«زه غواړم ستاسو د ژمنې او خدمتونو ستاینه وکړم، غواړم له تاسو مننه وکړم چې په دغو سیالیو کې مو ګډون کړی ترڅو د نورو لپاره یوه بیلګه وئ او په ټوله نړۍ کې ډیرو کسانو ته انګیزه ورکړئ.»
په دغو سیالیو کې د معلولو سرتیرو ګډون په اصل کې د شلو ترهګرو ډلو په وړاندې د افغان ځواکونو مبارزې ته درناوی دی.