د زمبابوې په کورب توب د افغانستان او زمبابوې ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو نړیوالو یو ورځینیو سیالیو لړۍ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په بریا سره پای ته ورسیده.
د سیالیو د لړۍ د لومړیو دوه او وروستۍ یوې لوبې په ګټلو سره افغانستان یو ځل بیا زمبابوې په خپل کور کې ماته کړه او له خپلې اتلولۍ یې دفاع وکړه.
د پای د لوبې پچه افغان لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه. ملي لوبډلې د سیالۍ په ټولو پنځوسو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره زمبابوې ته د ۲۵۴ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې رحمت شاه ۵۰، محمد نبي عیسی خیل ۴۸ او نورعلي ځدراڼ ۳۶ منډې جوړې کړې.
د لوبې په دوهمه برخه کې د اورښت له کبله سیالي وځنډیده او د کرکټ نړیوالې شورا د ټاکلو قوانینو له مخې د افغانستان لخوا ورکړل شوی هدف او د سیالۍ اورونه راټیټ شول او زمبابوې ته یې په ۲۲ اورونو کې د ۱۶۱ منډو هدف وټاکل شو. خو، زمبابوې ونه کړی شول چې ټاکل شوي هدف پوره کړي.
په ۱۳،۵ اورونو کې زمبابوې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۵۴ منډې جوړې او لوبه یې وبایلله.
د ملي لوبډلې له اړخه په توپ اچونه کې امیر حمزه هوتک ۳، محمد نبي عیسی خیل ۳، راشد خان ارمان ۲ او دولت ځدراڼ او ګلبدین نایب یو- یو لوبغاړی وسوځاوه.
رحمت شاه د سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.
د یادونې وړ ده چې ملي لوبډله به سبا هندوستان ته د ایرلنډ پر وړاندې د سیالیو د لړۍ ترسره کولو لپاره روانه شي.