د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په انټرکانټینینټال لوبو کې هالنډ ته ماته ورکړه او له دې بریا سره د یادو لوبو د نوملړ په سر کې راغله.
افغان لوبډلې ۳۶ منډو په توپير سره هالنډ له مخې لېري کړ او اتلولۍ ته یې ځان یو ګام مخکې کړ.
له دې سره د هېواد کرکټ لوبډلې ۲۰ امتیازه ترلاسه کړل او همداراز یې په نړیوالو لوبو یوه ورځنیو لوبو کې له لومړۍ درجې لوبډلو سره د لوبو موکه هم.
د دغو لوبو په لومړۍ برخه کې هالنډ لوبه پیل کړه او ټولو لوبغاړو له لاسه ورکولو سره یې ۱۷۷ منډې ترلاسه کړې، خو افغانستان په لومړۍ برخه کې د ټولو لوبغاړو له لاسه ورکولو سره یې ۳۱۲ منډې ترلاسه کړې او له هالنډ څخه د ۱۹۵ منډو په توپير مخکې شو.
په دې لوبو کې حشمتالله شهید۸۳ منډې، رحمتشاه ۵۱ او ناصرجمال ۴۳ منډې د افغانستان لپاره ثبت کړې.
د هالنډ کرکټ لوبډلې په دوهمه برخه کې بیا هم لوبه پیل کړه او د ټولو لوبغاړو له لاسه ورکولو سره یې ۱۵۹ منډې جوړې، خو افغان لوبغاړو د ۳۶ منډو په توپیر سره د دغې لوبې ګټونکي شول او له دې سره یې څلور ورځنۍ نړیواله لوبه وګټله.
په دې لوبه کې خان پکتین ۴، دولت ځدراڼ ۳، میرویس اشرف۱ او محمد نبي عیسیخېل هم له هالنډ لوبډلې وېکټې واخیستې.
په دې سره افغان لوبډلې په دې لوبو کې ۲۰ امتیازه ترلاسه کړل او د دغو سیالیو په سر کې راغله.
افغان کرکټ ملي لوبډله به د دغو لوبو په دوام له اېرلنډ او اماراتو سره لوبې وکړي.
په دې اړه مو اندونه