د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په ایرلنډ کې کوربه لوبډلې ته د یوې ۵۰ اوریزه لوبه کې ماتې ورکړه.
لوبه لومړی افغانستان پیل کړه او په ۴۹ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۵۱ منډې یې د ایرلنډ لوبډلې ته هدف وټاکه.
ایرلنډ لوبډه ونه توانېده چې ټاکل شوی هدف پوره کړي او د ۳۹ منډو په توپیر سره یې د افغانستان په وړاندې ماتې وخوړه.
د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله به سبا(پنجشنبې د چنګاښ په ۲۴)بیا هم په یوې ۵۰ اوریزه لوبه کې د ایرلنډ په وړاندې ډګر ته ولاړه شي.
د افغانستان او د ایرلنډ د کرېکټ ملي لوبډلې به په پنځو ۵۰ اوریزو نړیوالو لوبو کې د یو بل په وړاندې د لوبې ډګر ته ولاړې شي.
په دې اړه مو اندونه