د افغانستان د بسکېټبال د ملي لوبډلې د غوراوۍ سیالۍ نن د پلازمېنې په کوربه نۍ پیل شوې.
دغه سیالۍ د هېواد د ۹ ولایتونو د منتخبو لوبډلو په حضور سره د بدڼي روزنې او سپورټ ریاست په تالار کېظ نن پيل او پنځه ورځې به دوام وکړي.
څه باندې ۱۶۰ لوبغاړي د کابل،بامیانو،کندهار،غزني،هرات،سمنګان،بلخ،کندز او ننګرهار د منتخبو لوبډلو په چوکاټ کې په کابل کې سره غونډ او د افغانستان د ملي لوبډلې د غړیتوب لپاره له یو بل سره سیالۍ کوي.
د دغو سیالیو له ترسره کېدو څخه موخه د افغانستان د بسکېټبال ملي او د ځوانانو ملي لوبډلو ته د تازه او ځوانو استعدادونو پېژدندل ښودل شوي دي.
د هېواد د بسکټبال فډراسیون عبدالصبور عزیزي وویل:«دغه لوبې زموږ لپاره ډېرې مهمې دي؛موږ کوښښ کوو موږ هڅه کوو چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه او د نویو څېرو څخه یوه پیاوړې لوبډله غوره کړو.»
د بسکېټبال لوبغاړي امانالله ارغندېوال څرګنده کړه:«د داشان سیالیو ترسره کول ډېر ګټور دي او موږ کولای شو په داراز سیالیو کې خپل مهارتونه نندارې ته وړاندې کړو.»
د دغو پنځو ورځنیو سیالیو په پای کې ۳۶ غوره لوبغاړي به ملي او د ځوانانو ملي لوبډلې ته غوره کړای شي.