Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د روشن افغانستان غوره لیګ پنځم پړاو د پنج‎شنبې پر ورځ پیلېږي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان روشن د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د پنج‎شنبې پر ورځ ماسپیښین درې بجې د افغانستان د فوټبال په فدراسیون کې له ځانګړو مراسمو سره پیل شي.

د هېواد د فوټبال فدراسیون مرستیال، یوسف کارګر په کابل خبرې ناستې ته وویل:"د افغانستان غوره لیګ سیالۍ د افغانستان ځوانانو ته د سالمې بوختیا رامنځته کول دي او همداراز د افغان ځوانانو راټولول لکه څنګه چې د دې لیګ شعار، یو ملت او یو غږ دی."

د دغه لیګ په پرانیستنې مراسمو کې د افغان ستوري درې ستورې، زیبا حمیدي، اشکان عرب، او راشد آریا به سندرې وړاندې کړي او ټاکل شوې ده ده چې لوبغالی به د افغانستان درې رنګه بیرغ باندې سمبال شوی وي.

لومړی لوبه به د تېر کال اتلې لوبډلې، سپین‎غربازانو او د البرز سیمرغ تر منځ ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د افغانستان روشن غوره لیګ د پچې په اچولو سره د الف او بې ډلې وټاکلې.

د افغانستان د روشن غوره لیګ مرستیال، ضیاء آریا وویل:"سږ کال موږ د دې شاهدان یوو چې په ولایتونوکې ډېر شمېر ځوانانو په ټاکنیزو ټیمونو کې ګډون کړی دی او لاره یې پیدا کړه او له اتو زونونو څخه ځوانان راځي او اوس په کابل کې دي او دوی د سیالیو لپاره پوره چمتووالی لري."

په همدې حال کې یوه څېړنه ښیې چې تېر کال د روشن غوره لیګ د سیالیو وروسته لوبه چې د سپین غر بازانو او شاهین اسمايي ترمنځ وه، کابو ۵۷ سلنه خلکو لیدلې وه چې دا شمېر ۱۸،۶ میلیونه وګړي په افغانستان او بهر کې جوړوي.

د افغانستان د بوټبال فدراسیون رئیس، کرام‎الدین کریم څرګنده کړه:"په تېرو څلورو فصلونو کې موږ په ملي ټیم کې د بیلابیو عمر لرونکو له ډلې کسان د روشن غوره لیګ څخه درلودل او موږ وتوانیدو هغه لوبغاړي چې د ملي لوبډلې غریتوب لري د روشن غورله لیګ څخه وټاکو او دې لیګ د ملي ټیم لپاره د لوبغاړو ټاکنو زمینه برابره کړې ده."

ده همداراز زیاته کړه:"موږ د ملي لوبدلې په ۱۹، ۲۱ او ۲۳ عمر لرونکو لوبغاړو کې چې په روشن غوره لیګ کې شته دې وټاکو په ملي لوبډه کې به هم ښه ونډه ولري."

په همدې حال کې د روشن شرکت اجرائیوي رئيس، کریم خواجه وویل:"موږ د روشن په شرکت کې د دغه لیګ ملاتړي یوو. سپورټ یوې موخې ته د یوې ډلې رسېدل دي. په همدې حال کې د روشن افغانستان غوره لیګ د ځوانانو لپاره یوه موکه برابره کړې ده تر څو له یوه بل سره د ځلانده استعدادونو ښکاره کولو لپاره راټول شي. د روشن افغانستان غوره لیګ څخه زموږ ملاتړ لامل شوی دی چې زموږ ځوانان په نړۍ کې له افغانستان څخه په ښه توګه او په ویاړ استازېتوب وکړي."

د افغانستان روشن غوره لیګ کمېشنر، شفیق ګوهري هم څرګندونې درلودې، ده وویل:"په هېواد کې له ستونزو سره سره مو توانېدلي یوو چې د روشن افغانستان غوره لیګ څلور مخکني فصلونه به ښه توګه مخې ته یوسو. موږ په افغانستان ک د روشن غوره لیګ دوام ته به ژمن وو او یوو هم. اوس مهال د روشن غوره لیګ سیالۍ د ملي یووالي سمبول په توګه پېژندل کېږي او هر افغان په وږي میاشت کې د دې ټورنمټ د پیل په تمه دي."

د غوره لیګ سیالۍ بهیر به د طلوع، لمر ټلویزیونونو او د آرمان او ارکوزیا له راډیو ګانو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

د راپور لیدو لپاره لاندې ځای کېکاږئ:

ټاکل شوې ده چې د افغانستان روشن د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د پنج‎شنبې پر ورځ ماسپیښین درې بجې د افغان

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه