Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د شاهین اسمایي له بریا سره د افغانستان روشن د غوره لیګ پنځم پړاو سیالیو پای

د افغانستان روشن د غوره لیګ پنځم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې. د غوره لیګ سیالیو په وروستي پړاو کې له ۷ زره څخه زیاتو کسانو د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې حضور درلود او د جګړه ځپلي افغانستان بله څېره یې نړیوالو ته وښوده.

غوره لیګ هغه څه دی چې هرکال کورنیو ته خوشحالي ور په برخه کوي او له هېواد والو ستونزې او ناخوالې هېره وي.

دوې ټول په تمه دي چې د لوبغالي دروازه پرانیستل شي. دلته د سیاست او جګړې په اړه فکر نه کېږي.
خلک ډلې ډلې د غوره لیګ سیالیو د وروستۍ لوبې د لیدو لپاره راځي.

د کابل اوسېدونکي محمد ولي وویل:«ډېر د خوښۍ احساس لرم چې افغانستان هم نن غوره لیګ لري او خلک په ډېر لېوالتیا سره راغلي دي چې د خپل هېواد لوبډلې وهڅوي.»

د کابل بل اوسېدونکي احمد سجاد هم زیاته کړه:«زه ډېر هیجان لرم چې کومه لوبډله ګټوونکې کېږي.»

په لوبغالي کې د دواړو لوبډلو پلویان راغونډ شوي دي او په شور او ځوږ سره خپل لوبغاړي هڅوي.

یو شمېر سیاستوال هم راغلي ترڅو دا لوبه له نېږدې وګوري. چې کومه لوبډله اتلولي ترلاسه کوي.

د حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله څرګنده کړه:«دواړه لوبډلې،ښې لوبډلې دي.ښه لوبه کوي.انشاالله هغه لوبډله چې ښه لوبه وکړي،ګټونکې کېږي،خو دویمه لوبډله به هم بایلونکې نه وي.»

همدارنګه د دغو لوبو د نندارې لپاره د هېواد لوی څارنوال راغلی او داسې وايي:«غوره لیګ،د هغو خبرو ترڅنګ چې د افغانستان خلکو ته یې رسوي،دغه ملت ته خندا او خوښي هم راستنوي.دا په خپله یوه ستره لاسته راوړنه ده.»

هر ګول چې ترسره کېږي د لوبډلو مینه‎وال په شور او ځوږ پیل کوي. نجونې او ښځې هم ډګر ته راغلي او خپلې لوبډلې هڅوي.

زده‎کړیالې اسیه وايي:«زما ملګرو چې د دغو لوبو په اړه ماته ویل،د دې لامل شو چې زه هم راشم او لوبه له نږدې څخه ووینم.»

زده کوونکې مریم هم په دې اړه وویل:«د تېرو کلونو په پرتله سږ کال دلته د مېرمنو حضور ډېر دی،ځکه چې فکرونه پرمختللي شوي دي.»

د افغانستان روشن فوټبال غوره لیګ سیالۍ هر کال یوځل ترسره کېږي دا د دغو سیالیو پنځم پړاو وو چې شاهین آسمايي او میوند اتلانو ترمنځ وه چې په پای کې د ۲-۱ له پایلې سره شاهین اسمايي اتلولي خپله کړه.

د افغانستان روشن د غوره لیګ پنځم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې. د غوره لیګ سیالیو په وروستي پړاو کې له

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه