د کابل په خیرخانې سیمه کې د مېرمنو لپاره د بدنجوړوَنې او ښکلا دوهم کلپ د «مېرمنې د مېرمنو لپاره» لخوا پرانیستل شو.
دا ډله چې مشري یې شبنم نظري کوي یوازې د مېرمنو لپاره خپله دوهمه څانګه پرانیستله.
د دې کلپ مسوؤله شبنم نظري وايي:«زموږ هیله دا ده چې ښځې راشي او د خپلې روغتیا په فکر کې ووسي او خپلې ښکلا ته پام وکړي، ښځې او نارینه دواړو ته سپورټ ډېر اړین دی، که سپورټ وکړي نو ښه روغتیا له ولري.»
دې ډلې پنځه کاله مخکې خپله لومړۍ څانګه د ښځو لپاره پرانیستې وه.
د کلپ یوه ګډونواله، سندرغاړې شقایق رویا وايي:«موږ هر ځای کې اورو چې ښه فکر په سالم بدن کې دی چې سپورټ ته اړتیا ده همدا دول سپورټ د ذهن له روغتیا سره هم اړیکه لري.»
دا کلپ له سهار څخه تر ماښام پورې په بیلابیلو وختونو کې د ښځو لپاره فعالیت کوي.
د کلپ بله ګډونواله، زحل وايي:«په دې کلپ کې څو برخې دي کله چې کومه مېرمن دلته راځي کولی شي چې له هرې برخې استفاده وکړي.»
د دې کلپ پر جوړوَلو یو سلو پنځوس زره امریکايي ډالره لګښت راغلی چې په درېيو برخو، سونا، فزیوټراپي او سپورټ په برخه کې میرمنو ته خدمتونه وړاندې کوي.