Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې سیالان وټاکل شول

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۱۸ زېږدیز کال د لومړنیو سیالیو په پنځمې ډلې کې او د ۲۰۱۹ زېږدیز کال د آسیايي ملتونو جام کې شتون وموند، جاپان، سوریه، کامبوجیا او سنګاپور هغه لوبډلې دي چې په یوې ‌ډله کې شتون لري.

د آسیا په سیمه کې د روسیې د ۲۰۱۸ نړیوال جام د فوټبال د سیالیو د ټاکنیز پړاو د پچې اچونې دویم پېر نن د مالیزیا د کوالالامپور ښار په ماریوت هوټل کې په لاره واچول شو.

د ټاکنیز پړاو په دویم پېر کې به ۴۰ شته لوبډلې په ۸ ډله‎ییزو لوبډلو کې د یو بل په وړاندې لوبه وکړي.

په دغو سیالیو کې د حاضرو لوبډلو ډله بندۍ:

A ډله: عربي متحده امارات، سعودي عربستان، فلسطین، ختیځ تیمور او مالیزیا

B ډله: آسټرالیا، اردن، تاجېکستان، قرغېزستان و بنگله‎دېش

C ډله: چین، قطر، مالدیو، بوتان و هانګ کانګ

D ډله: ایران، عمان، هند، ترکمنستان و ګوام

E ډله: جاپان، سوریه، افغانستان، سنگاپور و کمبودیا

F ډله: عراق، ویتنام، تایلند، اندونېزیا او چین تایپه

G ډله: سوېلي کوریا، کوېټ، لبنان، میانمار او لائوس

H ډله: ازبېکستان، بحرین، فېلېپین، شمالي کوریا او یمن

د هرې ډلې لومړۍ لوبډلې او د ۸ لومړنیو ډلو څخه څلور غوره لوبډلې چې په ټوله‎ییزه توګه ۱۲ لوبډلې کېږي، د آسیا په سیمه کې د روسیې د ۲۰۱۸ زېږدیز کال نړیوال جام فوټبال لومړنیو سیالیو کې په وروستي پړاو کې د شتون جواز ترلاسه کړي.

خو د روسیې د ۲۰۱۸ زېږدیز کال نړیوال جام سیالیو څخه لیرې شوي ۲۴ لوبډلې باید د ۲۰۱۹ زېږدیز کال آسیا ملتونو په جام کې د شتون لپاره له یو بل سره سیالۍ وکړي ترڅو په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د آسیا د ملتونو جام کې د شتون لپاره هم وټاکل شي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په داسې حال کې باید د روان لمریز کال د مرغومې له ۲۱ نېټې څخه خپلې لوبې په دوو راتلونکو سیالیو کې پیل کړي چې سیالان‎یې ټاکل شوي دي او د افغانستان ملي لوبډله په نسبتا ستونزمنو ډلو کې شتون موندلی دی.

خو د دغو سیالیو پچه اچونه څه ډول په لاره واچول شوه؟

د نړۍ د فوټبال د غوره لوبډلو نړیواله رده بندۍ د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د فوټبال د نړیوال فدراسیون له‎ لوري خپره شوه او د افغانستان ملي لوبډله د نړۍ په ۱۳۵ او د آسیا په ۱۷ ردې کې شتون وموند.

د فیفا او د آسیا د غوره لوبډلو د وروستۍ رده بندۍ اعلان ته په کتو سره:

له لومړۍ څخه تر اتمې لوبډلې په لومړۍ پچه کې د ډلې د مشر په توګه

له نهمې څخه تر ۱۶ لوبډلې په دویمې پچه کې

له ۱۷ څخه تر ۲۴ لوبډلې په دریمه پچه کې

له ۲۵ څخه تر ۳۲ لوبډلې په څلورمه پچه کې

له ۳۳ څخه تر ۴۰ لوبډلې په پنځمې پچه کې شتون وموند.

افغانستان دې ته په کتو سره چې د آسیا په ۱۷ رده کې شتون لري په دریمه پچه کې یې ځای وموند.

خو د آسیا فوټبال کنفدراسیون په یوې نوې کړنې کې د روسیې د ۲۰۱۸ زېږدیز کال نړیوال جام لومړنۍ سیالۍ د اماراتو د ۲۰۱۹ زېږدیز کال د آسیايي ملتونو جام له لومړنیو سیالیو سره یو ځای کړې ترڅو په دې توګه د یوې ډله‎ییزې سیالۍ له ترسره کولو سره، د نړیوال جام په لومړني وروستي پېر کې شته غوره لوبډلې او آسیا ملتونو جام په وروستي پېر کې وټاکل شي.

په داسې حال کې چې د افغانستان ملي لوبډله ونه‎شي کولای په دغو سیالیو کې د اړتیا وړ پایله ترلاسه کړي، نړیوال جام ته د رسېدو خوب به ډېر ژر دغې لوبډلې ته پای ومومي، خو د ۲۰۱۹ زېږدیز کال د آسیا ملتونو په جام کې به د شتون لپاره فرصت په راتلونکو کلونو کې او د راتلونکو سیالیو په لاره اچول به، همداراز شتون ولري.

لومړۍ لوبه: افغانستان – سوریه

دویمه لوبه: کامبودیا – افغانستان

دریمه لوبه: افغانستان – جاپان

څلورمه لوبه: سنګاپور – افغانستان

پنځمه لوبه: سوریه – افغانستان

شپږمه لوبه: افغانستان – کامبودیا

اوومه لوبه: جاپان – افغانستان

اتمه لوبه: افغانستان – سنګاپور

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۱۸ زېږدیز کال د لومړنیو سیالیو په پنځمې ډلې کې او د ۲۰۱۹ زېږدی

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه