Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

شاهین اسمايي د اباسین څپې لوبډلې ته ۵- ۰ ماتې ورکړه

د افغانستان روشن غوره لیګ د دویمې اوونۍ سیالیو په دریمې لوبه کې نن شاهین اسمايي د اباسین څپې لوبډلې په وړاندې ډګر ته ورودانګل.

شاهین اسمايي په خپله لومړۍ لوبه کې د توپان هریردو په وړاندې خپله ماته تجربه کړې وه،خو په دغې لوبه کې یې د زړه بړاس وایست او پنځ صفر د اباسین څپې لوبډلې ته یې ماتې ورکړه.

د دغې لوبې لومړنی ګول د لوبې په ۲۹ دقیقه کې د امرالدین شریفي له خوا ثبت شو،د لوبې په ۴۳ دقیقه کې د شاهین اسمايي لوبډلې لوبغاړی سید نصیر حسیني وتوانېد چې د جریمې د کرښې له شا څخه خپله لوبډله دویم ګول ته ورسوي.

دویمه نیمه بیا هم شاهین اسمايي لوبه ښه پیل کړه او د لوبې په ۵۴ دقیقه کې امرالدین شریفي چې خپل ورور ذین الدین شریفي ته یې پاس ورکړ او هغه هم د سر په ګذار سره توپ په ګول بدل کړ.

د لوبې په ۶۲ دقیقه کې دا بیا هم د شاهین اسمایي لوبډله وه چې څلورم ګول یې د امان الله یار په واسطه ترسره کړ.

خو دا د کار پای نه وه د لوبې په وروستیو دقیقو یعنې په ۸۵ دقیقه کې حشمت الله بارکزی وتوانېد خپله لوبډله د اباسین څپې په وړانډې پنځه صفر بریا ته ورسوي.

د دغې لوبې په پای کې امرالدین شریفي د شاهین اسمايي ۹ شمېره لوبغاړی د غوره لوبغاړي په توګه وپېژندل شو.

د افغانستان روشن غوره لیګ د دویمې اوونۍ سیالیو په دریمې لوبه کې نن شاهین اسمايي د اباسین څپې لوبډل

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه