Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عاطف مشعل د افغانستان د کرېکټ بورډ د نوي رییس په توګه وګمارل شو

شکرالله عاطف مشعل نن د ځانګړو مراسمو په ترڅ او د لوړپوړو دولتي چارواکو له حضور سره د هېواد د کرېکټ بورډ په څوکۍ کېناست.

له دې وړاندې،دغه ریاست د نسیم‎الله دانش له خوا اداره کېده.

د افغانستان د کرېکټ بورډ د نوي رییس د معرفي کېدو په مراسمو کې وزیرانو،د ولسي جرګې غړو او یو شمېر مهمو سیاسي او ورزشي څېرو حضور درلود.

په دغې غونډه کې د مشرانو جرګې رییس،فضل هادي مسلمیار کرېکټ یې د ملي یووالي سمبول وباله او د دغه بنسټ له نوي رییس څخه یې وغوښتل ترڅو په کرېکټ کې د وړتیا مېشتېدو ته جدي پاملرنه وکړي.

هغه څرګنده کړه:«کرېکټ د افغانانو یوه ملي لوبه ده چې په افغانستان کې د ملي یووالي په ټينګښت کې اغېزمنه ده او کرېکټ له هېواده بهرنیو سیالیو کې له خپلې اتلولۍ سره توانېدلې چې زموږ د خلکو پر شونډو خندا راولي.زه له ټولو لوبغاړو غواړم چې په بهرنیو سیالیو کې یوازې او یوازې د افغانستان د بریا په فکر کې وي.»

په همدې کې د هېواد د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د هېواد د کرېکټ بور د پخواني رییس نسیم الله دانش له کړنو ستاینه وکړه.

هغه څرګنده کړه:«اجرائیه بورډ واک لري ترڅو د لیدلورو او و د نویو تګلارو له څېړنو څخه وروسته په هېواد کې د کرېکټ د پرمختګ او له نوماندانو سره د مرکې لپاره،غوره کس ولسمشر غني ته معرفي کړي چې موږ هم د درې نوماندانو له ډلې مشعل مو غوره کړ.»

هغه زیاته کړه:«موږ له نوي رییس څخه غواړو ترڅو هڅه وکړي چې کرېکټ افغانستان شمول کړي او د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ته د نویو او غوره څېرو په غوراوي کې د وړیتا له اصل څخه کار واخلي او کوښښ وکړي ترڅو په نېږدي راتلونکې کې،کرېکټ د هېواد د پوهنې په نصاب کې شامل کړي.»

په همدې حال کې د کرېکټ بورډ نوی رییس ژمنه کوي چې د کرېکټ د پرمختګ او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د کرېکټ مېشته کېدو او د یوې پیاوړې لوبډلې په رامنځته کېدو چې په واقعیت کې د ټولو قومونو او میلتونو استازیتوب وکړي هڅه به وکړي.

ښاغلي مشعل زیاته کړه:«همدارنګه په مالي برخه کې روڼتیا او د کرېکټ له مخکښنانو څخه د سلامشورې اخیستنه به زما له مهمو پروګرامونو څخه وي.»

شریک یي کړئ