Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

محمد نبي د هېوا کرېکټ لوبډلې لپاره مهم لوبغاړی

محمدنبې عیسی‎خېل درې کاله د لوبډلمشرۍ پرمهال د کرېکټ په بېلابېلو لوبو کې یې ګډون کړی دی.

نبي د افغانستان په ملي لوبډله کې خپله لومړۍ لوبه په ۲۰۰۹ کال کې د سکاټلنډ پر وړاندې وکړه.

د کرېکټ لوبډلې دغه لوبغاړی د ۲۰۱۶ کال په ۲۰ اوریزو لوبو کې د ملي لوبډلې مهم غړی وه او په دغو لوبو کې د ۱۲ ویکټو په تر لاسه کولو سره ښه وځلېد او د نړۍ غورو کرېکټ لوبغاړو کتار په سر کې راغی.

محمدنبې عیسی‌خېل د ۱۹۸۵ کال کې لوګر کې سترګې نړۍ ته پرانیستي او اوس مهال ۳۱ کلن دی.

د کرېکټ لوبډلې دغه د اومې شمېرې درلودونکي لوبغاړی د پاکستان په خاورینو ځمکو کې د کرېکټ لوبه پیل کړې ده. دی د طالبانو حکومت تر ړنګېدو وروسته او نوي حکومت راتلو سره افغانستان ته راغی او په افغانستان کې یې په مسلکي ډول کرېکټ پیل کړ.

محمد نبي په کامیابۍ سره خپله لاره لنډه کړه او د هېواد ملي کرېکټ لوبډلې غړیتوب یې ترلاسه کړ.

عیسی‌خېل ښی لاسه لوبغاړی دی.

د محمدنبي لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه د ۲۰۰۹ کال د اپریل په ۱۹ مه د سویلي افریقا نړیوالو لوبو مقدماتي لوبه وه چې له سکاټلند سره یې وکړه او په هغه لوبه کې محمد نبي پر۵۸ منډو بریالی شو. او د ده  دغه کارکړنې د افغانستان لپاره هیله ‎‎بښونکې وه.

محمد نبي تر اوسه پورې په ۵۰ یوه ورځنیو لوبو یا ۵۰ اوریزو نړیوالو لوبو کې د افغانستان لپاره لوبه کړې او ۱۱۴۳ منډې یې په خپل نوم ثبت کړې دي.

نوموړي د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې منډې چې کړې دي ۷۷ دي او ۴۵ ویکتې یې هم د افغانستان لپاره تر لاسه کړې دي.

خو په ۲۰ اوریزو کرکټ لوبو کې چې محمد نبي ګډون وکړ د ۲۰۱۰ کال د فبروري په لومړۍ له ایرلنډ سره لوبه وه.

د ۲۰۱۶ کال نړیوالو لوبو څخه مخکې ۲۰ اوریزو لوبو کې محمد نبي ۲۵ ځله د افغانستان لپاره د لوبې ډګر ته ولاړ او ۲۶۹ منډې یې د افغانستان لپاره تر لاسه کړې او تر ټولو ډېرې مندې چې په۲۰ اوریزولوبو کې یې ترلاسه کړې ۴۶ وې او همداراز ۲۱ وېکټې هم ترلاسه کړې دي.

محمد نبي د ۲۰۱۳کال په مارچ کې د افغانستان کرېکټ بورډ د پرېکړې له مخې د نوروز منګل پر ځای د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر په توګه وټاکل شو چې په اماراتو کې یې د نړیوالو لوبو سره خپله د لوبډل مشري تجربه هم پیل کړه او د ده په لوبډلمشرۍ کې د ایرلنډ پر وړاندې لومړۍ ۲۰ اوریزه لوبه کې افغانستان بریالي ترلاسه کړه.

د ۲۰۱۵ کال تر نړیوالو سیالیو وروسته محمد نبي د هېواد کرېکټ ملي ټیم له لوبډلمشرۍ څخه استعفا وکړه او پر ځای یې اصغر ستانکزی د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلي کپټان وټاکل شو.

محمد نبي د خپلې استعفا لامل پر لوبو ډېر تمرکز وباله او زیاته یې کړه ‎، وروسته له دې له روحي فشارونو چې ورسره مخامخ دی، خلاص شي او د افغانستان لپاره به پر لوبو ډېر پام وکړي.

محمد نبي د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې کې ځلېدلی دی او په ۲۰۰۹ کال کې د سکاټلنډ، په ۲۰۱۱ کې د کاناډا، په ۲۰۱۴ کال کې د اماراتو او ۲۰۱۵ کال کې یې د زمبابوې پر وړاندې لوبو کې د ډګر غوره لوبغاړی پېژندل شوی دی.

د ۲۰۱۶ کال ۲۰اوریزو لوبو په لومړي پړاو کې محمدنبي ښه وځلید او دوه لوبو کې یې د هانګ کانګ او زمبابوې پر وړاندې د افغانستان د بریالیتوب پیل کوونکی وه او په دواړو لوبو کې د ډګر غوره لوبغاړی هم وپېژندل شو.

په نړیوالو لوبغالو کې د نبي لوبې:

محمد نبي پاکستان او بنګله دیش دکلبونو په لوبو کې هم لوبه کړې ده.

په ۲۰۱۳کال کې د "سیل‌هیت رویال بنگلادیش" کلب له محمد نبي سره د ۳۰ زره دالرو په ارزښت تړون وکړ.

محمد نبي په ۲۰۱۱ کال کې د "افغان چی‌تاس" له ۲۰۰۷ تر ۲۰۱۱ له "ماریل‌بون کرېکټ کلپ"، له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۳ پورې له "پاکستان کستومز" لوبه وکړه او له ۲۰۱۵ کال څخه تر اوسه پورې د "رنجپور رایدرز" کلپ سره او له ۲۰۱۶ کال کې یې "کویته گلادیاتورز پاکستان" لوبه کوي.

محمد نبي تر اوسه پورې د افغانستان لپاره یوه ۵۰ اوریزو نړیوالو لوبو او څلورو ۲۰ اوریزو نړیوال جام لوبو کې ګډون کړی دی.

نوموړی د ۲۰۱۶ کال د نړیوالو ۲۰ اوریزو لوبو په ترڅ کې ۷ لوبو کې د افغانستان لپاره لوبه وکړه او ښه و ځلېد.

دی  وتوانید چې په ټولو ۷ لوبو کې په ۲۷ اورونو کې توپ اچونه وکړي او ۱۲ مقابل لوبغاړي وسوځوي.

نبي یوازینی لوبغاړی وه چې په دې لوبو کې یې تر ټولو ډېرې ویکتې یې ترلاسه کړې او وتوانېد چې د ځواکونو ټیمونو لوبغاړو په سر کې راشي.

د محمد نبي عیسی‎خېل لپاره د لا ډېرو بریاوو په هیله.

د راپور لیدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ:

محمدنبې عیسی‎خېل درې کاله د لوبډلمشرۍ پرمهال د کرېکټ په بېلابېلو لوبو کې یې ګډون کړی دی.نبي د افغا

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه