Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

معلولیت‎لرونکی سپورټي لوبغاړی محمد نعیم پاراالمپیکي لوبو کې ګډون کوي

د هېواد ملي لوبډلې غړی، معلولیت‎لرونکی سپورټي لوبغاړی، محمد نعیم دراني هیله لري چې د ۲۰۱۶ زیږدیز کال د برازیل په ریو کې لوبه او مډال ترلاسه کړي.

دا لوبغاړی به د کاڼۍ اچوونې په برخه کې د افغانستان په استازي‎توب المپیک لوبو کې ګډون وکړي.

دراني وايی چې له هېواد څخه بهر یې د ایراني روزونکو له خوا تمرین کړی او په کابل کې هم قرنطین کې دي.

محمد نعیم درانی وايي: "کله چې معلول شوم نو خپلو تمرینونو ته مې دوام ورکړ او په دوبۍ کې مې د اولمپیک لوبو ونډې کې ګډون وکړ او د برنزو مډال مې ترلاسه کړ چې په برازیل کې د المپیک لوبو د ګډون اجازه مې ترلاسه کړه او ایران ته د تمرین لپاره تلی وم، کابل کې هم قرنطین کې یم تر څو وکولی شم په ریو کې مډال ترلاسته کړي. "

دراني ۳۲ کلن دی او له ۱۰ کلونو را په دېخواد افغانستان ملي پارا المپیک لوبډله کې یې ایران ، کویټ، سویلي کوریا ،بنګله‎دیش ،پاکستان او هند ته سفرونه کړي دي او پنځه د سرو زرو یو د سپینو او یو د برنزو مډال لري.

ښاغلی درانی زیاتوي:"ما د لوبو په ترڅ کې له بیلابیلو هېوادونو د لیري ډوپ، د دیسک اچوونې، ځغاستې په برخه کې مډالونه لرم او یوازېنی مډال چې نلر د پارا المپیک لوبو دی او دا مې لویه هیله ده چې د افغانستان لپاره دا مډال هم ترلاسه کړم."

د معلولیت‎لرونکو فدراسیون مرستیال، عبدالحسین احصار څرګندوي:"زه خوشاله یم چې دا ځل زموږ یو معلولیت لرونکی د خپلو وړتیاوو له امله د پارا المپیک لوبو کې ګډون کوي، مخکې له دې هم په درېو برخو کې زموږ لوبغاړو ګډون کړی وه خو د سپین کارت او یا غوښتنې سره و دا زموږ او ټول افغانستان لپاره ویاړ دی."

ښاغلی دراني په ۱۳۷۴ کال کې د کابل په پخته‎‎فروشۍ سیمه کې د راکټ لګېدو له امله خپله یوه پښه له لاسه ورکړه، خو خپلې لارې ته یې د سپورټ له پرخه کې دوام ورکړ او اوس په المپیک لوبو کې ګډون کوي تر څو د هېواد درې رنګه بېرغ پورته کړي.

د پارا المپیک لوبې د روان زیږدیز کال د سپټمر میاشتې په ۷مه په ۲۵ برخو کې ترسره کېږي.

داڅلورم ځل دی چې افغان سپورټي لوبغاړي په پارالمپیک لوبو کې ګډون کوي، خو دا لومړۍ ځل دی چې یو افغان لوبغاړی په خپلو وړتیاوو سره دې لوبو ته لار پیدا کوي تر څو په برازیل کې دې لوبو کې ګډون وکړي.

د بشپړه راپور لیدو لپاره لاندې ځای کېکاږئ:

د هېواد ملي لوبډلې غړی، معلولیت‎لرونکی سپورټي لوبغاړی، محمد نعیم دراني هیله لري چې د ۲۰۱۶ زیږدیز ک

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه