یوه افغان کډوال ځوان په داسې حال کې چې ځان یې د لوی باروړونکي موټر پر لاندېنۍ برخه تړلی وه، ۴۰۰ کیلومټره لار او د ۲۲ ساعتونو مزل کړی خو په ايټالیا کې ونیول شو.
د راپورونو پر اساس، دا افغان ځوان د سېشنبې پر ورځ هغه مهال ونیول شو چې په یوه لویه لاره کې د موټرو چلونکي، باروړونکي موټرو ته پام شوی او دا ځوان یې د هغې پر لاندې برخې تړلی لیدلی دی.
د باروړونکي موټر چلوونکی د بلغاریا اوسېدونکی دی او له ترکیې څخه د هسپانیا پر لور ران وه، ده پولیسو ته ویلي دي چې د خپل موټر پر لاندې برخه د دغه ځوان له شتون څخه خبر نه وه.
خو نیول شوي افغان ځوان د سکای ټي جي۲۴ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې دغه قاچاق وړونکي ته يي د دغه کار لپاره ۹۰۰ یورو ورکړې وې.
ده زیاته کړې ده: "د یوه بارړونکي موټر لاندې ۲۲ ساعت مزل کول سخت کار دی خو امکان لري. ما په افغانستان کې له دې سفر څخه بدې ورځې لیدلي دي. "
ايټالیايي چارواکو څرګنده کړې ده چې د دغه ځوان د پناه غوښتنې وړاندیز رد شوی او په ۷ ورځو کې یې د ویستو سپارښتنه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې له اتو میاشتو راهیسي کابو سل سره کډوال ایټالیا ته د ننه شوي او ډېر شمېر یې هڅه کوي چې په دې هېواد کې خپل مالومات ثبت نه کړي تر څو نورو هېوادونو ته ولاړ شي.
په دې اړه مو اندونه