د المپیک لوبو یو دېرشم پړاو د اوړي لوبو د پرانیستنې مراسم د سختو امنیتي تابیاوو په درشل کې د برازیل ماراکانا کې پیل شول.
په دغو لوبو کې د یونان ګډونکوونکو لوبغاړو څخه وروسته د افغانستان کډونکوونکو ډله هم لوبغاړي ته دننه شوه.
په دې لوبو کې د لومړي ځل لپاره هغه کډوال هم ګډون کوي چې د نا امنیو له امله یې خپل هېواد پرېښی او کډوال شوي دي.
د سږ کال لوبو په مراسمو کې د ځمکې او د چاپېریال پر ساتنې زیات ټينګار شوی او د رڼا په اچولو کې په وار وار دې موضوع ته پام شوی دی.
په لوبغالي کې د لوبغاړو کاروانونو تېرېدل بیا هم د یونان هېواد پیل کړ.
ورپسې د افغانستان کوچنۍ ډله چې په کې درې لوبغاړي، درې روزونکي، د ډاکټرانو ډله، د المپیک رئیس او لوی منشي شامل وو، لوبغاړی ته دننه شول.
د ټولو هېوادونو بېرغلرونکو ترڅنګ یو ماشوم له یوه بوټي سره چې د چاپېریال ساتنې نښه وه هم روان وه.
د کويټ هېواد لوبغاړي د دغه هېواد سپورټ تعلیق له امله د المپیک نړیوال بیرغ سره په لوبغاړي کې تېر شول.
د کډوالو ډله په وروستیو شیبو کې د ګډونوال، بانکي مون او توماس باخ له تود هرکلي او هڅونې سره مخامخ شوه.
او وروستۍ ډله هم د کوربه برازیل سپورټي لوبغاړي وو چې په ځانګړي توګه لوبغالي ته دننه شول او په لوبغالي کې ټولو ګډونکوونکو په ولاړه دوی وهڅول.
په برازیل کې د المپیک لوبو د یو دېرشم پړاو لوبې په داسې حال کې پیل کېږي چې تر ټولو د ټیټې بیې ټېکټ یې ۱۳ ډالره او ګرانبیه یې ۴۲۵ ډالره دی.
په دې اړه مو اندونه