Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کرکټ کې د زمبابوې پر وړاندې د افغانستان درېیمه بریا

د افغانستان کرکټ پرمختیایی لوبډلې زمبابوې الف لوبډلې ته په درېیمه لوبه کې هم ماتې ورکړه او په دې سره یې د سریز اتلولي وګټله.

د افغانستان کرکټ پرمختیایی لوبډلې په دریمه پنڅوس اوریزه لوبه کې زمبابوې الف لوبډلې ته د ۲۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه او ددغو لوبو سریز یی وګاټه.

د دغې دریمې پنڅوس اوریزې لوبې پچه د زمبابوې لوبډلې لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې بلنه یی افغان لوبغاړ ته ورکړه.

افغان توپوهونکو په ټاکلو پنڅوس اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو ۲۷۹ منډې جوړې کړې او د ۲۸۰ منډو هدف یی سیالې لوبډلې ته ور په ګوته کړ.

په دې لوبه کې یونس احمدزي ۱۰۴، لوبډلمشر شفیق الله شفق په کمو ۲۳ ټوپونو د لوړو شپږیزو په وهلو سره ۷۰ ناسوځیدلې، خیبر عمر ۵۴ ناسوځیدلې او وحیدالله شفق ۴۲ منډې جوړې کړې.

خو زمبابوې ورکړل شوی هدف پوره نه کړی او د ټولو پنڅوس اورونو په لوبولو سره یې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۵۹ منډې جوړې کړې.

د افغان لوري په توپ اچونه کې نواز خان ۵ او محمد ابراهیم ۲ لوبغاړي وسوځول.

شفیق الله شفق په کمو ۲۳ توپونو کې د سترو شاټونو په وهلو سره ۷۰ نا سوځیدلې منډو جوړولو له امله د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

افغان پراختیايي کرکټ لوبډله به څلورمه پنڅوس اوریزه لوبه د زمبابوې د همدغې الف لوبډلې پروړاندې د فبروري په ۳ نیټه ترسره کړي.

افغان توپوهونکو په ټاکلو پنڅوس اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو ۲۷۹ منډې جوړې کړې او د ۲۸۰ منډو هدف یی سیالې لوبډلې ته ور په ګوته کړ

شریک یي کړئ