عراق کې د ایران تر ملاتړ لاندې په زرګونه تنه ملیشو وسله وال لاریون وکړ.
دغو ملیشو د ټانګونو او توغندي ویشتونکو په نندارې سره، په تر ټولو لویو تمرینونو کې خپل ځواک نورو ته څرګند کړ.
په دغو مراسمو کې، د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي هم ګډون درلود او دغو مراسو د ترسراوي موخه د داعش ډلې پر وړاندې د حشد الشعبي د ځواکونو د رامنځته کېدو د اومې کالیزې په مناسبت وو.
خو ظاهراً پر دغو ملیشو د ایران خورا ډېر نفوذ د عراق د حکومت لپاره سرخوږی جوړکړی دی.
د عراق لومړی وزیر مصطفی الکاظمي وايي:«د حشد الشعبي بچیانو نن له دغه پریډ سره د عراق او حکومت د بچیانو په توګه خپل دریځ پياوړی کړ. تاسو عراق او د دغه هېواد وګړو ته ټول ممکن خدمتونه وړاندې کوئ. تاسو ترهګرۍ ته ماتې وکړه او داعشیانو ته مو ماتې ورکړه.»
حشدالشعبي ځواکونو په ۲۰۱۷ کال کې په عراق کې داعش ډلې ته ماتې ورکړه.
که څه هم د عراق ولسمشر د کوم هېواد نوم نه اخلي، خو د حشد الشعبي ځواکونو ترمنځ د فتنې د رامنځته کېدو په تړاو خبرداری ورکوي.
الکاظمي زیاتوي:«د ټولو دسیسو او ورانوونکو کورنیو هڅو پر وړاندې خبر و اوسئ.»
په عراق کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس څانګې له پخواني قومندان قاسم سلیماني سره یوځای د دغه هېواد د یوه مشر له وژل کېدو وروسته له امریکا سره د دغو ملېشو دښمني زیاته شوه.
دغو ځواکونو په ځلونو په عراق کې د امریکایي ځواکونو پر اډو بریدونه کړي دي.
په دې اړه مو اندونه