ډ اسټرالیا پولیسو په دې هېواد کې د یوې ترهګرۍ پېښې له مخنوی خبر ورکوي، د دې هېواد پولیسو وايي چې د یوې ترهګریزې پېښې په پایله کې یې د الوتکې نسکورولو پلان شنډ کړی دی.
دوی وايي چې د ټاکل شوې وه د ترهګرو لخوا یوه الوتکه نسکوره شي.
پولیسو په سدني ښار کې د څو کورونو له پلټلو وروسته ددې توطئې په تور څلور کسان ونیول.
پولیسو وايي، د نیول شویو کسانو له کوره داسې مواد موندل شوي دي چې په چاودېدونکو توکو کې ترې کار اخیستل کېږي.
د آسټرالیا لومړی وزیر، مالکولم ترنبال وایي چې د سیدني او د یو شمېر نورو ښارونو په هوایي ډګرونو کې یې امنیتي تابیاوې زیاتې کړي دي.
نوموړی زیاتوي:«کولی شم تاسو ته اوایم چې تېره شپه د یوې الوتکې د نسکورېدو پلان شنډولو په موخه ګډ عملیات پیل شول. دا عملیات لا هم دوام لري او تر اوسه څلور تنه نیول شوي دي. یو شمېر مواد هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.»
په همدې حال کې د آسټرالیا پولیسو ویلي دي چې نیول شویو کسانو له ډلې یو یې هم تورن نه دي پېژندل شوي، خو له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې باید احیاط وکړو.
د ویلز نیوسوټ د پولیسو کمېشنر، میک فولر زیاتويک«واقعیت دا دی چې له ترهګرۍ سره مبارزه کې نشو کولی صبر وکړو. نشو کولی د مسلې روښانه کېدو پورې صبر وکړو، باید ژر عمل وکړو. که ناسم مالومات ترلاسه کړو، نو ښایې پایلې یې بدې ووسي. ځینې وخت باید ګړۍ پر ګړۍ پرېکړه وکړو.»
له بلې خوا د سیدني او د آسټرالیا نورو ښارونو کې امنیتي تابیاوې نیول شوي دي.
که څه هم چې مسافران په اندېښه کې دي، خو وايي چې ترهګرۍ ته به تسلیم نشي.
په دې اړه مو اندونه