Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا او سویلي کوریا ګډ پوځي تمرینات پیل کړي

د شمالي کورایا او امریکا ترمنځ د ستونزو په جدي کېدو په درشل کې، سویلي کوریا او امریکامتحده ایالاتونو ګډ پوځي تمرین نن(دوشنبې د زمري۲۰مه) پیل کړی دی.

دا تمرینونه به لس ورځې دوام کوي او واشنګټن د دې تمریناتو موخه د شمالي کوریا بریدونو پروړاندې دفاع بولي.

په دې تمرین کې کابو ۱۷زره او ۵۰۰ امریکايي پوځيان ګډون کوي.

خو شمالي کوریا د امریکا او سویلي کوریا د ګډو پوځي تمرینونو په غبرګون کې وایي، د دغو تمرینو پیل به په سیمه کې د اټومي جګړې لامل شي.

دا هېواد زیاتوي چې امریکا او سویلي کوریا پر شمالي کوریا د برید نقشه تمرینوي.

په همدې حال کې د امریکا دفاع وزیر ټینګار کوي، دغه تمرینونه به شمالي کوریا ته هیڅ ګواښ پیښ نکړي

مخکې له دې د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی وه چې شمالي کوریا دا هېواد په بریدونو وګواښوي، نو امریکا به هم دا هېواد له خاورو او وینو سره یوځای کړي.

په دې وروستیو کې د شمالي کوریا مشر پر ګوام ټاپو د برید چمتووالي خبر ورکړی وه.

ګوام ټاپو کې د امریکا هوايي اډه پرته ده.

د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ وروسته هغه ناندرې راپورته شوې چې ملګرو ملتونو پر شمالي کوریا د وسلو ازموینې له امله بندیزونه ولګول.

امریکا متحده ایالاتونو له سویلي کوریا سره ګډ پوځي تمرینات په داسې حال کې پیل کړي دي چې شمالي کوریا وايي دا هېوادونه پر شمالي کوریا د برید نقشه تمرینوي

شریک یي کړئ