د ایران په سوېل لوېدیځ سیساک ښار کې د زلزلې په پایله کې لږ تر لږه ۷۶ کسان ټپیان شوي دي او په دغې سیمه کې ډېری ودانۍ ویجاړې شوې دي.
د دغه هېواد د زلزلې د ملي مالوماتو مرکز وايي چې د دغې زلزلې ځواک ۳.۵ ریکټر وه چې پنجشنبې پر ګهیځ د سیمې پر وخت اته نیمې بجې رامنځته شوه.
د ایران رسنیو رپوټ ورکړی چې د دغې زلزلې له امله د سیساک ښار په ۱۶۰ کیلومټرۍ کې د شیراز ښار ودانۍ په کلکه زیانمنې شوې دي.
د دغه هېواد یوې رسنۍ رپوټ خپور کړی چې تراوسه دغې زلزلې ۸۰ ټپيان روغتونونو ته استول شوي دي او د یوه ټپي روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
خو ایراني چارواکي وايي چې د ارزونې ډله د پېښې سیمې ته استول شوې ده.
د زلزلې له ځایه خپاره شوي انځورونه ښيي، یوه ودانۍ چې په هغه کې کابو ۱۰ زره تنه ژوند کوي هم درز کړی دی.