د بلجیم امنیتي ځواکونو چهارشنبې(د غبرګولي۳۱مه)هغه کس چې ګومان کیده ځانمرګی بریدګر وي، په ډزو وژلی دی.
یاد کس هغه مهال د پولیسو لخوا وپېژندل شو چې یوه وړوکي بم ته چاودنه ورکړې وه، په دې چاودنه کې چا ته زیان نه دی اوښتی.
پولیسو ویلي دي چې وژل شوي کس په بروکسل کې پر اورګاډي د برید موخه درلوده.
وروسته له دې پېښې پولیسو د اورګاډي تمځای تش کړی دی.
د بروکسل ښار د پولیسو ویاند وویل:"د ښار په مرکزي تمځای کې یوه پېښه شوې ده او چاودنه شوې ده، خو پولیس توانېدلي هغه کس چې ورسره چاودېدونکي توکي وو، بېوسلې کړي."
د بورکسل اورګاډي پټلۍ تمځای تر ټولو د ګڼې ګوڼې ځای دی.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په وري میاشت کې د بروکسل ښار په هوایي دګر او میترو کې د داعش لخوا شوي بریدونو کې ۳۲ تنه ووژل شول او ۳۰۰ نور ټپيان شوي وه.