Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د عراق کردستان ټولپوښتنې بهیر پیل شو

په عراق کې د کردستان خپلواکۍ په اړه نن (دوشنبې د تلې ۳مه) د کردانو رایې ورکړې پیل شو.

ټاکل شوې چې د عراق په میلیونونه کردان به رایې اچونې مرکزونه ته لاړ شي او د کردستان د هېواد رامنځته کولو په اړه خپلې رایې کاروي.

که څه له دغې ټولپوښتنې سره زیات شمېر هېوادونو خپل مخالفت ښودلی، خو د کردستان د نیمه خپلواکو سیمو مشر، مسعود بارزاني ټینګار کوي چې دغه ټولپوښتنه به ترسره کیږي.

بارزاني د عراق کردستان مرکز اربیل کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، کردان نور نه غواړي چې د عراق برخه ووسي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو لوی منشي، انتونیو ګوټرش د عراق له خپلواکۍ او یو موټي کېدو څخه ملاتړ کړی وه، خو د کردانو د خپلواکۍ په اړه ټولپوښتنې سره مخالفت ښودلی وه.

ده ویلي دي چې اوسني حالت کې باید له داعش سره د مبارزې په برخه کې پام راټول شي او دا ډول کار له دې ډلې سره مبارزې ته زیان رسوي.

له دې سره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ویاند، سټیفن دویاریچ وايي، پلان شوې ټولپوښتنه، هغو کارونه ته زیان رسوي چې له مخې داعش ډله ماته کوي او تېرو څو میاشتو کې د بېرته کنټرول شویو ښارونو او سیمو د بیارغونې خنډ هم کېږي.

دوه اوونۍ مخکې د عراق کردستان پارلمان د کردستان خپلواکۍ ته رایه ورکړه. له دې سره هم‎مهال د ترکیې لومړي وزیر، بن‎علی ییلدریم اعلان وکړ چې که دا ټول ‎پوښتنه ترسره شي، نو ترکیه به کرستان باندې اقتصادي بندیز ولګوي.

د عراق کردستان ټولپوښتنې بهیر پیل شو

د عراق کردستان پارلمان ویلي هم دې ټول پوښتنې ته مثبته رایه ورکړې وه او ټاکل شوې وه چې نن د سپټمبر میاشتې په ۲۵ مه به یې ترسره کړي

شریک یي کړئ