د فرانسې ولسمشریزو ټاکنو کې دوه ولاړ نوماندان، مارین لوپن او امانوېل مکرون د ټاکنو دوهم دور ته ولاړل او تر راتلونکو دوو اونیو پورې به بیا ټاکنې ترسره شي.
د فرانسې ټاکنو کې ۱۱ تنو ځانونه نومان کړي وو.
یوه نومان، امانویل مکرون ویلي:"زه به د ټولې فرانسې ولسمشر وم، د وطنپالو ولسمشر او د مليګرایانو ګواښونو پر وړاندې. زه به هېواد ودانۍ پر لور بوځم او خلکو ته به کار آسانه کړم."
نوموړي ټينګار وکړ چې د ټاکنو په دوهم دور کې به بریالی شي.
په همدې حال کې نومانده، مارین لوپن هم هیله لري چې په ټاکنو کې خپل سیال ته ماته ورکړي او هېواد له کبرجنو پاک کړي.
دا وايي:"د هغې وخت رسېدلی دی چې فرانسه د کبرجنو کسانو پاک کړو هغه کسان چې غواړي چلند یې پر خلکو ومني. زه د خلکو نومانده یم. زه له ټولو دا چې له کومه راغلي او چاته رایه ورکوي، غواړم چې له موږ سره یوځای شي."
نوموړې فرانسې پر بنسټيزو بدلونو ټینګار وکړ.
مارین زیاته کړه:"تاسو کولی شئ چې حکومت بدل کړئ. زه غواړم چې سیاست بدل شي نه دا چې په تېرو پنځو کلونو کې وو."
ټاکل شوې ده چې تر راتلونکو دوو اونیو پورې به بیا ټاکنې ترسره شي.
د ټولپوښتنو له مخې امانویل مکرون له مارین لوپن څخه مخکې دی.