Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د فرانسې په ولسمشریزو ټاکنو کې د مکرون بریا

د فرانسې ټاکنو لپاره منځ‎لارې نوماند، امانوئل مکرون په غوڅ سره خپلې سیالې د ملي جبهې ښې اړخې نوماندې، مارین لوپن ماته ورکړه او د دې هېواد ولسمشریزې ټاکنې یې وګټلې.

مکرون ۳۹ کلن دی او د فرانسې تر ټولو ځوان ولسمشر ګڼل کېږي.

د ټاکنو پایله ښیې چې ښاغلي مکرون ۶۶ سلنه رایې خپلې کړې دي، دا په داسې حال کې ده چې سیالې یې یوازې ۳۴ سلنه رایې لري.

په همدې حال کې، مارین لوپن ښاغلي مکرون او د هغې پلویانو ته مبارکي ورکړې او زیاته کړې یې ده چې فرانسې د اوسني حالت دوام ته رایه ورکړې ده.

خو مکرون خپله بریا د فرانسې په تاریخ کې نوی باب بولي او وايي چې د ټولو خلکو ولسمشر به وي.

د نوموړي بریا په اروپا کې د هغو مشرانو له هرکلي سره مخامخ شوې چې د لوپن سیاست په اړه یې اندښنه درلوده.

د آلمان لومړۍ وزیرې، انګلار مېرکل له مکرون سره ټلفوني خبرې کړې دي او دده بریا یې د ځواکمنې اروپا لپاره ستایلې ده.

د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالنډ ترمپ هم په خپله ټوېټرپاڼه کې مکرون ته مبارکي ویلې ده.

د برېټانیا لومړي وزیر، ترزامي په دې اړه ویلي چې فرانسه زموږ له نېږدو ملګرو ته او موږ د نوي ولسمشر د همکارۍ په تمه یوو.

د چین ولسمشر، شې جین‎پینګ هم مکرون ته د مبارکۍ پیغام لیږلی دی.

د فرانسې په ټاکنو کې د مانوئل مکرون بریا څخه یو شمېر هېوادونو هرکلی کړی او نوموړي ته یې د مبارکۍ پیغامونه لیږلي دی

شریک یي کړئ